1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي عربستان کي اعدامونه ډیریږي

۱۴۰۰ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

کله چي سعودي د جي ۲۰ هیوادونو مشري پرغاړه درلوده، په دغه هیواد کي اعدامونه راکم سوي وه. خو لکه څنګه چي د بخښني بین المللي سازمان وايي، دغه هیواد اوس بیرته بل مخ ښکاره کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ySYJ
Saudi-Arabien Hinrichtungsplatz und das Gebäude der Religionspolizeibehörde in Riad
انځور: picture-alliance/dpa/P. Grimm

په سعودي عربستان کي په اعدام محکومولو جزاوي بیرته  ډیري سوي دي. لکه څنګه چي د بخښني بین المللي سازمان (امنیسټي انترنیشنل) د یوه رپوټ څخه معلومیږي، په دغه شاهي هیواد کي د همدې کال د جنورۍ څخه تر جولای میاشت پوري حداقل ۴۰ انسانان اعدام سوي دي. دا تر ۲۰۲۰ ټول کال ډیر دي. دا هغه وخت ؤ، چي سعودي عربستان د جي ۲۰ هیوادونو مشري پرغاړه درلوده او په دغه ټول وخت کي بیا ۲۷ تنه اعدام سوي وه.

د بخښني د بین المللي سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا د رییس مرستیاله، لیون مالوف وايي: «کله چي سعودي عربستان ته د جي ۲۰ هیوادونو توجه لږ راکمه سوه، د دغه هیواد چارواکو د خلګو ظالمانه تعقیب بیرته له سره پیل کړ.»

د دغه سازمان په حواله «ډیری انسانان دغیر عادلانه او غلطو پروسو» له لارې د بند په سزا او حتی د اعدام په جزا محکوم سوي دي. داسي چي د شکنجې پواسطه د هغوی څخه «اقرار» هم اخیستل سوی دی.

Saudi-Arabien Riad | King Khalid FlughafenFlughafenPassagierePassagierCoronaCoronavirus
انځور: Tu Yifan/Xinhua/imago images

د بشرد حقوقو فعالین تر تعقیب لاندي دي

امنیسټي انترنیشنل وايي، چي د نورو تر څنګ په انترنیت کي د طنزي لیکونکو او بشر د حقوقو د فعالینو جزاوي بیرته ډیریږي او په اوږده حبس محکومیږي. د محبس څخه تر خلاصیدو وروسته پر اکثرو باندي د سفر کولو بندیز هم لګول کیږي.

د امنیسټي انترنیشنل په حواله  د جي ۲۰ هیوادونو ریاست، چي سعودي عربستان  د ۲۰۱۹ م کال د ډسمبر څخه د ۱۲ میاشتو دپاره پرغاړه درلودی، د فعالینو د سرکوبه کولو فقط یوه « لنډه دمه» وه. د دغه سازمان د معلوماتو پراساس اوس په دغه هیواد کي د بشر د حقوقو د فعالیتونو او یا ازاد بیان د ابرازولو په دلیل حداقل ۳۹ کسان بندیان دي.

سعودي عربستان د هغو هیوادو له جملې څخه دی، چي تر ټولو ډیر اعدامونه پکښي تر سره کیږي. د امنیسټي انترنیشنل د پلټنو پر اساس په ۲۰۱۹ م کال کي ۱۸۴ کسان اعدام شوي، چي د ځینو دغه جزا په عام محضر کې عملي شوې.