1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپتمبر تر یوولسمي شل کاله وروسته د نوو بریدونو څخه خبرداری

۱۴۰۰ شهریور ۲۰, شنبه

د امریکا د پخواني جمهوررییس، جورج بوش لخوا رامنځته سوی د «ترهګرۍ پرضد جنګ» د کارپوهانو په نظر د ناکامۍ سره مخامخ سوی دی. هغوی اکثره په ټوله نړۍ کي د اسلامي افراطي ډلو لخوا د نوو بریدونو اټکل کوي.

https://p.dw.com/p/40BiK
George W. Bush erklärt Irakkrieg für beendet
انځور: S.Jaffe/AFP/GettyImages

د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتي ۱۰ مه) د بریتانیا د داخلي استخباراتو (MI5 ) رییس، کین مک کالوم  د ترهګرۍ د نوي خطر څخه خبرداری ورکړ. په خبره یې په افغانستان کي د طالبانو لخوا د قدرت اخیستل په ټوله نړی کي اسلامي افراطي ډلو ته « جرآت ورکوي او تقویه» کوي یې. ځکه به نو د بریتانیا استخباراتي اداره د «لا ډیر خطرسره د مبارزې پخاطر» د تیارسي په حال کي راسي.

د سویدن د لنډ پوهنتون څیړونکي،عبدال سعید په نظر که د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته هدف په افغانستان کي عملیات وه او د القاعده د مشر، اسامه بن لادن وژل وه، نو دا په کامیابۍ سره تر سره سوي دي، خو« که هدف دا ؤ، چي د جهادیت شبکو ته خاتمه ورکړل سي، نو دا پلان بلکل د ناکامۍ سره مخامخ سوی دی.»

په اسراییلو کي د بین المللي ضد ترهګرۍ د انستیتوت  څخه اصف مغدوم وايي، «غربي نړی داسي یو هدف مخته کښیښوی، چي هغه ته رسیدل ناممکنه دی . پر ترهګرۍ باندي غلبه اصلأ ممکنه نده ، ځکه چي خطرونه په دوامداره ډول سره د تغیر په حال کي دي.»

باید وویل سي،چي په واشنګټن کي د بین المللي تحقيقاتو او ستراتیژیکي مطالعاتو مرکز(CSIS ) په ۲۰۱۸ کي اټکل کړی ؤ، چي په ټوله نړۍ کي د اسلامي جنګلیالیو تعداد د ۱۰۰ زرو څخه ۲۳۰ زرو کسانو ته لوړ سوی دی، چي دا د ۲۰۰۱ م کال په مقایسه ۲۷۰ فیصده لوړوالی ښيي. همدارنګه د فعالو ترګرو ډلو تعداد  ۶۷ ښوول سوی ؤ، کوم چي د ۱۹۸۰ م کال راوروسته یې سابقه نه درلوده.

نه یوازي په منځني ختیځ، بلکه په افریقا، جنوبي او جنوب شرقي اسیا کي د هغوی ملیشې مخ پر ډیریدو سوې. په اوس وخت کی د داعش د خراسان څانګه په افغانستان کي فعاله ده. ویل کیږي، چي هغوی د کابل په هوايي میدان کي په دې وروستیو کي په خپلو حملو سره په سلهاوو خلګ او ۱۳ امریکایي عسکر ووژل.

د مغدوم په نظر یو تعداد اسلامسټان په «  واقعي سیاسي مشکل باندي ګرزیدلی » دي. په خبره یې دلته خبره پر« یوه محدود تعداد اشخاصو باندي نده، چي سړی یې د ترهګرۍ په تور لست کي شامل کړي. د هغوی څخه خطر ډیر پراخ سوی دی.

د بلي خوا بیا د کین مک کالوم  په نظر د امریکا متحده ایالاتو توجه نور نه یوازي «د ترهګرۍ پر ضد جنګ» ته راګرزیدلې ده، بلکه چین او روسیه یې هم د خطر رامنځته کونکو هیوادونو په حیث د توجه په مرکز کي راغلي دي.

BG New York City 20 Jahre nach 9/11 | World Trade Center, Anschlag 2001
انځور: Alex Fuchs/AFP/dpa/picture alliance

کین مک کالوم وايي، که څه هم جهادي ډلي په اوس وخت کي امکان لري ، چي د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر پر ۱۱ مه په امریکا او ۲۰۱۵ م کال د نومبر پر ۱۳ مه په پاریس کي د ترهګري حملو په اندازه دومره لویو حملو ته سازمان ورنه کولای سي، خو په غرب کي پولیس او استخباراتي ادارې باید د افراطي اسلامي ډلو پر حملو باندي حساب وکړي.

د بریتانیا د داخلي استخباراتو (MI5 ) رییس، کین مک کالوم پرون جمعه د ۱۱ تر بریدونو شل کاله وروسته ډیر خوشبینه ښکاره نکړه او ویې ویل، چي «طبعأ به زما د ریاست پر مهال د بریتانیا په خاوره کي امکان لري ترهګري حملې وسي.»

په خبره یې یوازي په تیرو ۱۸ میاشتو کي یې ادارې شپږ مشخصي حملې خنثی کړي دي، مجموعأ ۳۱ په تیرو څلورو کلونو کي.

اا/اخ/ق ن