1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په حاکمیت کې هم د چهار تراشو قاچاق روان دی؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۰ آذر ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ او نورستان کې د طالبانو د خبرداري سربیره لا هم د ځنګلونو وهل دوام لري. ځايي خلک شکايت کوي چې ځنګلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي. د طالبانو چارواکي بیا د سختو اقداماتو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/43iop
Afghanistan Provinz Kunar - Holzwirtschaft und Produktion
انځور: DW/O. Deedar

ځایي خلک د ځنګل وهلو یو لامل بیکاري بولي خو وایي د ځینو بیا دا تجارت ګرځیدلی او لرګي یې پاکستان ته قاچاق کوي. د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي محمد نعیم دویچه ویله ته وویل چې که څه هم د دوی په سیمه کې د ځنګلونو ډېره برخه له منځه تللي خو اوس د ځنګل کمې پاتې برخې ونې هم په دېرې بې رحمۍ سره په برقي ارو پرې کیږي. نوموړي وويل: «ځنګل نور پاتې نه دی. بس هر سړی اخته دی د بیکارۍ او مجبورۍ له کبله ونې وهي.»

ویل کیږي چې په کونړ او نورستان کې د ځنګلونو له وهلو وروسته د چهار تراشو قیمتي لرګي په قاچاقي توګه پاکستان ته اړول کیږي.

محمد نعیم بيا زياتوي چې د ځنګل وهل د یو شمېر کسانو تجارت ګرځيدلی دی. نوموړی زیاتوي: «دلته د ونو وهل د ځینو خلکو کاروبار ګرځیدلی. هغوی نښتر وهي، ځانګړي ماشینونه یې ورته راوړي همدلته ځنګل کې ترې چهار تراش لرګي وباسي، بیا یې د سرکاڼو نواپاس، د مرورې غاښي، د دانګام بیشلۍ غرنیو لارو باجوړ ته اړوي.»

 کونړ ته ورڅيرمه د نورستان ولایت غرونه هم په پراخو طبیعی ځنګلونو پوښل شوې دي. د دې ولایت اوسیدونکي هم وایي، چې د نورستان د ځنګلونو پرې کول په چټکۍ سره روان دي.

د کامدېش ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالرحمن دویچه ویلې ته وویل چې د دوی په سیمه کې پخوا ډېر ځنګلونه وهل شوې دي او اوس یې هم د ځایي خلکو له لوري د ونو پرې کول دوام لري. هغه وايي: «دلته خلک اخته دي، یوه نیمه ونه چې پاتې ده هغه هم پرې کوي. د ځنګل حالت ښه نه دی.»

نوموړی دغه راز وایي چې په درو کې زرګونه ټنه پخواني وهل شوي د چهار تراشو لرګي پاتې دي، چې له هېواده بهر د قاچاق څخه یې باید جدي مخنیوی وشي.

که څه هم تېر حکومت د ځنګل په وهلو او ګاونډي پاکستان ته د چهار تراشو په قاچاق بندیز لګولی وو، خو هغه وخت یو شکایت دا وو، چې د تېر حکومت یو شمېر محلي چارواکو د لرګو له قاچاقبرو سره لاس يو کړی وو.

Afghanistan Provinz Kunar - Holzwirtschaft und Produktion
په کونړ کې د نښترو وهل شوی ځنګلانځور: DW/O. Deedar

وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې حاکمیت ترلاسه کړی، په یوه تازه اقدام کې د طالبانو وزیرانو شورا د ځنګلونو وهلو او له هېواد بهر یې د لرګیو پر قاچاق بندیز لګولی.

د طالبانو د کونړ والي مولوي محمد قاسم خالد که څه هم مني، چې په کمه اندازه به په پټه د قاچاقي لارو چهارتراش انتقالیږي خو وایي، په عمومي ډول یې د ځنګل وهلو او چهار تراشو د قاچاق مخه نیولې ده.

نوموړی زیاتوي، په جدې توګه یې اړوند مسؤولینو ته سپارښتنه کړې ده  چې  ځنګل وهوونکي او د چهار تراش لرګیو قاچاقبران ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

نوموړي وويل: «موږ چې راغلو له خپلو مسؤلینو، مختلفو ولسوالیو قومي مشرانو او سپین ږیرو سره مو مشورې وکړې. د ځنګل وهل او د چهارتراشو انتقال په هر نوم او هر ځای ته جدي بند دی او ټولې لارې یې پرې تړلي دي. د قاچاقبرانو پر وړاندې یې مبارزه جدي ده، او په دې برخه کې د هیچا هیڅ مراعت نه کوي».

د کونړ والي زیاتوي چې په تېرو څو ورځو کې یې یو شمېر په چهار تراشو بار موټر له درو قاچاقبرانو سره لاس په لاس نیولي دي.

پر ختیځو ولایتو سربېره په سویل ختیځو ولایتونو  پکتیا، پکتیکا او خوست کې هم د ځنګلونو وهل روان دي، چې ډېره برخه ځنګلونه له منځه تللې دي.

په افغانستان کې په نا قانونه ډول د ځنګلونو وهل د اوږدې مودې راهیسې یوه جدي ستونزه ده  او ویل کېږي  چې د هېواد تر نیمایي ډير ځنګلونه له منځه تللې دي.

زموږ له آرشيف څخه: