1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميانمار په زرونو سیاسي بنديان آزاد کړي

۱۴۰۰ مهر ۲۷, سه‌شنبه

د سويل ختيځې آسیا هېوادونو «آسيان» ټولنې د فشار په نتيجه کې د ميانمار پوځي حکومت ۵۶۰۰ سیاسي بنديان آزاد کړي دي.د دوی ډېر یې د يانګون په بدنام زندان انساین کي بنديان وو. دغه زندان د سختو شکنجو او زورونو له کبله مشهور دی.

https://p.dw.com/p/41rhb
Myanmar | Freilassung von Gefangenen
انځور: AFP/Getty Images

د سويل ختيځې اسیا بحراني هېواد زندان دروازې ته د بنديانو خپلوان او دوستان په ساعتونو په انتظار کې وو،ډيرو کسانو د ژړا په حالت کي يو بل په غيږو کې نيول.

د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې د سه شنبې سهار پورې په سلونو بنديان له بنده آزاد شوي. ډير نور به د ورځې په اوږدو کي آزاد شي.

د ميانمار يو تن اوسیدونکې لين لين د آلمان خبري آژانس ته وويل: «زما دوه ملګري تيره شپه آزاد شول.»  لين لين زياته کړه: «ما د تيرې شپې راهيسې د انساين زندان مخ ته انتظار کاوه او د دواړو په ليدلو ډير خوشاله يم.»

کم تر کمه ۷۰۰۰ کسان لا په بند کې دي. د بندیانو سره د مرستې سازمان AAPP د معلوماتو له مخې د فیبروري مياشت په لومړۍ نيټه په دغه هېواد کې د شوی کودتا راهیسې له ۹۰۰۰ کسانو څخه زيات د پوځي حکومت پر وړاندي د مقاومت له کبله نيول شوي ول. دمګړۍ لا ۷۳۰۰  کسان په زندان کې دي او ۱۱۸۱ انسانان وژل شوي دي.

Russland 9. Moskauer Konferenz für internationale Sicherheit l Min Aung Hlaing, Myanmar
انځور: Sefa Karacan/Anadolu Agency/picture alliance

د  (ASEAN) ټولنې پر جنرال مين آنګ فشار راوړي

له هغه کسانو څخه چې آزاد شوي يو يې هم د پخواني حکومت مشري آنګ سان سوچي د ګوند وياند دې. هغه په انساين بدنام زندان کې  له اته مياشتو تيرولو وروسته وويل: «نن هغوي ماته راغلل او وېي ويل چې مابه کورته بوځي.»

ځينو فعالانو، د پوځيانو دغه بښنه د نړيوال اعتبار بیا تر لاسه کولو له پاره ګڼلې ده. د (ASEAN) ټولنې له خوا فشار يې بيا بل ټاکونکې دلیل دی. د سويل ختيځې آسیا په دغه هېواد کې د فیبروري مياشت له لومړۍ نيټې څخه د شوي کودتا په پايله کې جنرال مين اونګ هالینګ مشري پر غاړه لري. نوموړې په يو غیرې عادي اقدام سره د (ASEAN) ټولنې له غونډې څخه ويستل شوې وو.

له بهر څخه فشار مرسته کولې شي

په ماینمار کې د  ملګرو  ملتونو د بشري حقونو د خاصو رپوټونو خبريال تام اندروز وويل: «آزادول د دې دلیل نه دی چې د نظامي حکومت په کړنو کې بدلون راغلی.» د هغه په خبره په خپل سر د هغه خلکو نيول او ورسره زور زياتې ترسره کول،چې يوازي له خپلو لومړنيو انساني حقوقو ګټه اخلي پرته له ځنډه دوام لري. د بندیانو بښنه هم له بهر او له داخل څخه پر پوځي حکومت د فشار له کبله ترسره کيږې.