1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

SPD د ترانزیت زون په مساله کې د میرکل مخالفت کوي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۱۱, دوشنبه

د آلمان د عدليې وزير چي د SPD گوند غړی دی، د ترانزیت زون یا د کډوالو د حمل و نقل مرکز جوړولو ډیر سخت مخالفت کړی دی. د برلین په حکومت کې په پرله پسې ډول د آلمان په سرحد کې د کډوالو د ستراتیژۍ په هکله شخړې رامنځته کیږي.

https://p.dw.com/p/1GyTk
انځور: Getty Images/A. Berry

د عدليې وزير هايکو ماس د آلمان د محافظه پالو ائتلافي گوندونو د هغه وړانديز چي د کډوالو له پاره دي د ترانزيت ساحه جوړه شي، سخت مخالفت کړی دی. نوموړي دغه ډول ساحې ته د «بندي خانې» او «لوی او ډليز زندان» خطاب کړی دی.

د آلمان د سوسيال ډيموکراټ گوند دغه سياستوال د مهاجرو د سياست په تړاو د ياد وړانديز له پاره بديل وړانديزونه کړي دي. نوموړي په برلین کې د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: « موږ د رارسېدونکو کډوالو له پاره د نوو مراکزنو په جوړولو سره په هغه ساحه کي چي په هکله يې ناڅرگندوالی موجود دی، زيات نظم رامنځ ته کولای شو.»

ماس په دې توگه غواړي یو واضح سنگنال ورکړي چې: «ټول کډوال باید ځان د سفر کولو په مرکز کې راجستر کړي. څوک چې دغه قانون نه مراعتوي دا به د هغه د پناهندگۍ پروسه له گواښ سره مخامخ کړي.»

له دغې ستراتیژۍ سره به د کډوالو د دوسیو څیړلو بهیر کړندې شي کوم چې یو عاجل ضرورت دی. د عدليې وزیر وویل: «مونږ باید ډیر ژر پریکړه وکړو چې څوک دلته پاتې کیږي او څوک نه.» آلمان ته د کډوالو مخ پر ډیریدونکي بهیر ته په کتلو سره، له هغو کسانو سره باید مرسته وشي کوم چې عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

هایکو ماس د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «یو ناکامه یا ردیدونکي غوښتنلیک باید هم هلته د سفر په نمایندگې کې تعقیب شي.»

د آلمان سوسیال دیموکرات گوند غواړي هر څنگه چې کیدای شي د مسیحي دیموکرات اتحاد او مسیحي سوسیال اتحاد گوندونو له خوا د ترانزیت ساحې جوړیدو مخه ونیسي. ماس ټینگار وکړ چې: «زمونږ دریځ نه بدلیدونکې او واضح دی: له مونږ سره باید زنداني ساحه نه وي موجوده. د آلمان په سرحد کې لوې او ډله ییز زدندانونه د دې پرځای چې ستونزې حل کړي په عمل کې نورې ستونزې زیږوي».

همدارنگه د سوسیال دیموکرات گوند مرستیال رالف شټنگر، هم د آلمان د محافظه پاله ائتلافي گوندونو پر دغه پلان د انتقاد کولو په ترڅ کې دا یوه سرغړونه وبلله. شتنگر، د آلمان له «۱ تلویزوني چینل» سره په مرکه کې ویلي دي چې سوسیال مسیحي گوند د ښي اړخو او ښي اړخو پوپولیستي گوندونو تر فشار لاندې غواړي د عامه خلکو زړونه وگټي: « ترانزیت زون یو نامناسب کار دی».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب