1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان دوو «زورورو» زلزلو ولړزاوه

۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبه

دوو سختو زلزلو له ایران سره څېرمه پرته د افغانستان خاوره لړزولې ده. د متحده آيالاتو د زلزلو د څار ادارې USGS د دغو ټکانونو شدت ۶،۲ او ۵،۵ بللی دی.

https://p.dw.com/p/4XEhB
دوو سختو زلزلو نن شنبه د اکتوبر ۷مه ۲۰۲۳ له ایران سره څېرمه پرته د افغانستان خاوره لړزولې ده
دوو سختو زلزلو نن شنبه د اکتوبر ۷مه ۲۰۲۳ له ایران سره څېرمه پرته د افغانستان خاوره لړزولې دهانځور: AFP/Getty Images

د زلزلې په نتيجه کې د ځمکې ټکانونه سهار وختي د افغانستان د سرحدي ښار هرات په شمال لويديځ کې د لسو او تقريبا يولسو مترو په ژوروالي کې رامنځ ته شول. هراتيو ژورناليستانو له يوې «سختې زلزلې» څخه خبره کړې ده. خو د قربانيانو او خساراتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.د مراکش د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۲۰۰۰ لوړ شوی

په ګاونډي هېواد ايران کې هم د زلزلو دغه ټکانونه محسوسېدل. د ايراني دولتي رسنيو په حواله د احتمالي زيانونو د ارزونې په موخه سرحدي سيمې ته ټيمونه استول شوي دي.د افغانستان په هندوکش غرونو کې زلزله شوې ده

په ياده منطقه کې په وار وار سختې زلزلې کيږي ځکه چې دلته عربي، هندي او د اوراسيا د ځمکې ټوټې سره يو ځای کيږي او يو په بلې پورې لګيږي. په ۲۰۲۲م کال کې د يوې ويجاړونکې زلزلې پرمهال له زرو څخه زياتو کسانو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.