1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوېډن پر پارلمان د بريد پلان؛ دوه افغانان ونيول شول

۱۴۰۲ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د آلمان پوليسو دوه کسان د سوېډن پر پارلمان د بريد کولو د پلان جوړولو په تور نيولي دي. ويل شوي چې دغه کسان د داعش تر امر لاندې ول.

https://p.dw.com/p/4duLl
Deutschland | Symbolbild Polizeieinsatz
انځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

د آلمان فدرالي څارنوالۍ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ د مارچ ۱۹ نېټه) وويل چې دوه شکمن اسلامستان يې نيولي دي. زياته شوې چې دغه کسان د آلمان د تيورينگن ايالت په گيرا کې په دې شک نيول شوي چې د ترهګریز بريد کولو پلان يې جوړ کړی و.

د څارنوالۍ وياندې په کارلسروهه کې وويل چې نيول شوي دواړه کسان افغانان دي او ورباندې شک دی چې د فاير کوونکو وسلو په مرسته يې دسوېډن پر پارلمان د بريد کولو پلان جوړ کړی و. زياته شوې چې نيول شوو کسانو په دې تړاو د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې د داعش ډلې اسلامي دولت څخه رامنځته شوي ډلې لخوا هدايات ترلاسه کړي ول.

د آلماني چارواکو په وينا د سوېډن پر پارلمان د پلان شوي بريد مقصد په دغه هيواد او د نړۍ په نورو سيمو کې د قرآن پاک د سوځلو پر ضد خپل غبرګون ښودل و. د بريد هدف پوليس ټاکل شوي ول چې په نخښه کيږي به. ويل شوي چې د دغه پلان د عملي کولو لپاره د داعش خراسان سره د بريد طرحه جوړه شوې وه. په سوېډن کې د قرآن پاک د سوځل کېدلو پيښو هغه وخت په زيات شمېر مسلمانو هيوادونو کې غبرگونونه راپارولي ول.

داعش خراسان په پاکستان او افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم ترهګرې ډلې څانګه ده. ويل شوي چې تورنو کسانو په انټرنټ کې د بريد د هدف په هکله معلومات ترلاسه کړي چې هلته په سيمه کې وضعيت څنګه دی. زياته شوې چې دغو کسانو څو ځله کوښښ کړی دی چې وسلې په لاس راوړي خو پکښې بريالي شوي نه دي.

د چاراواکو په وينا يو نيول شوي کس د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د داعش د يادې ډلې غړی شوی او پر دويم کس باندې چارواکو د ياد ترهګر سازمان د ملاتړ تور لګولی دی. چاراکو ويلي چې له دې مخکې دواړو تورنو کسانو د داعش لپاره په آلمان کې بسپنې ټولې کړي چې حجم يې ۲۰۰۰ يورو ياد شوی دی. ويل شوي چې تورنو کسانو دغه پيسې د نورو په لاس و ياد سازمان ته لېږلي دي.

ويل شوي چې دواړه نيول شوي کسان به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ و قاضي ته وړاندي کړل شي. چارواکې پر دغو کسانو تور لګوي چې د يوه بهرني ترهګر سازمان غړيتوب يې لاره او دا چې د ترهګریز بريد پلان يې جوړ کړی و.

آ./ا.ا./ب.ص.

پر وخت موضوع زموږ له آرشيف (14.12.201) څخه يو انځوريز راپور: