حکومت: ۳۰۰ طالبان مو وژلي - طالبان: نهه ولسوالۍ مو نیولي
۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبهپه داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر مخ پر بشپړیدو دی، طالبانو په ټول هیواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د بدخشان ولایت د ولایتي شورا غړو محمد ذاکر آرین او محبوب الرحمن طلعت د شنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې امنیتي ځواکونه اړ شوي چې د دې ولایت له اوو ولسوالیو په شا تګ وکړي.
بل لوري ته په کندهار ولایت کې هم د امنیتي وضعیت د ترینګلي کیدو خبرونه ورکول کیږي. د ولسي جرګې غړی خلیل احمد مجاهد او د کندهار ولایت د ولایتي شورا غړی نعمت الله وفا وايي چې طالبانو په دې ولایت کې لږ تر لږه دوه ولسوالۍ نیولي دي.
په تخار ولایت کې بیا چارواکي له طالبانو سره د سختو جګړو خبر ورکوي. د دې ولایت د ولایتي شورا د غړو په خبره، د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې تیره شپه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اوږده او شدیده جګړه شوې ده.
بل لوري ته د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد په یوه ځوابي برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب جنګیالي وژلي دي.
په عین وخت کې د جګړو له شدت سره سم هوايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو پر اهدافو بریدونه کړي او پکې د ګڼ شمیر طالب جنګیالیو د وژل او ټپي کیدو خبر ورکوي. د افغانستان دفاع وزارت نن د شنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې له ۳۰۰ ډیر طالب جنګیالي وژلي دي.
د هوايي بریدونو تر ټولو تازه پیښه همدا نن د شنبې په ورځ په جنوبي هلمند ولایت کې شوې ده. د هلمند د ولایتي شورا غړ عطاالله افغان د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «په تیرو څو ورځو کې افغان هوايي ځواکونو د طالبانو پر پټنځایونو باندې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی چې په نتیجه کې یې ګڼ شمیر یاغیان وژل شوي دي.»
طالبان بیا د حکومت دغه ادعاوې ردوي. د دغه شمیرو تائید په مستقله توګه ستونزمن دي دا ځکه چې دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.