1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو خپله لومړنۍ بودیجه تصویب کړه

۱۴۰۰ دی ۲۴, جمعه

دا لومړی ځل دی چې طالبانو خپله بودیجه تصویب کړې ده. د دوی په تصویب شوې بودیجه کې د بهرنیو مالي مرستو هیڅ یادونه نه ده شوې.

https://p.dw.com/p/45Wid
Afghanistan Taliban beschlagnahmt bei Zentralbank große Menge Geld
انځور: DA AFGHANISTAN BANK/REUTERS

طالبانو د پنجشنبې په ورځ وویل چې مشرتابه یې د حکومت له پاره خپله لومړنۍ بودیجه تصویب کړې ده. د افغانستان د تیر حکومت پرمهال، د دغه هيواد د خالص داخلي عوايدو نژدې ۴۰ سلنه نړیوالو مالي مرستو جوړوله او د حکومت د بودیجي نیږدې ۸۰ سلنه یې پر بهرنیو مرستو متکي وه. د طالبانو په تازه تصویب شوې بودیجه کې بیا د بهرنیو هیوادونو د مالي مرستو هیڅ یادونه نه ده شوې.

وروسته له هغې چې د تیرمیلادي کال په اګست میاشت کې د افغانستان پخوانی حکومت و پرځید او طالبان واک ته ورسیدل، نړیوالې ټولنې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مالي زیرمې کنګل کړې. ملګرو ملتونو دغه اقدام یو بې ساری مالي شوک بللی وو او له افغانستان سره یې پر بشري مرستو ټینګار کړی وو.

د طالبانو د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د بودیجي په هکله وویل: «د تیرو دوو لسیزو په ترڅ کې د لومړي ځل له پاره موږ داسې بودیجه ترتیب کړې چې پر بهرنیو مرستو متکلي نه ده او دا زموږ له پاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

د طالبانو دغه بودیجه چې د چهارشنبې په ورځ تصویب شوې ۵۳ اعشاره ۹ میلیارده افغانۍ چې ۵۰۸ میلیونه ډالره ښوول شوې د ۲۰۲۲م کال د لومړي ربع له پاره ترتیب شوې ده او ټاکل شوې ده چې د حکومتي ادارو مالي ضروروته به پرې پوره کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند حقمل، وویل چې د جنوري میاشتې تر پایه پورې به د دولتي کارمندانو معاشات چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه، خپلې پخوانۍ تنخوا ګانې به هم ترلاسه کړي.

د هغه په خبره، مېرمنې چې طالبانو یې پر کار باندې بندیز وضع کړی، دوی به هم خپل معاشات ترلاسه کړي. حقمل وویل: «موږ هغوی حاضر حساب کړي دي او موږ هغوی له دندو نه دي لیرې کړي.»

د طالب چارواکو په خبره، نیږدې ۴،۷ میلیارده ډالر افغانۍ به پر زیربنايي پروژو له هغې جملې د ترانسپورت پر زیربناوو مصرف شي. حقمل وویل چې دا کمې پیسې دي خو دا هغه څه دي چې موږ وکولی شول. د حقمل په خبره، دغه بودیجه د داخلي منابعو پرمټ چمتو شوې چې پکې د مالیې را ټولې شوې پیسې، د سوداګرۍ او کانونو څخه ترلاسه شوې پیسې شاملې دي.

ټاکل شوې ده چې طالبان به خپله کلنۍ بودیجه د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې اعلان کړې او غواړي په دې توګه مالي کال د افغانستان له جنتري سره عیار کړي. طالبان په پام کې لري چې مالي کال د پسرلي یا نوي کال په پیلیدو سره تنظیم کړي.

طالبانو داسې مهال خپله بودیجه اعلان کړې ده چې افغانستان اوسمهال له بې سارې لوږې، بې وزلۍ او بې کارۍ سره مخامخ دی. ملګرو ملتونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د افغانستان کنګل شوې مالي زیرمې دې بیرته آزادې کړي څو په افغانستان کې د یوه احتمالي بشري ناورین مخه ونیول شي.