1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي چې تاوتریخوالی يې ډېر راکم کړی دی

۱۳۹۹ مهر ۶, یکشنبه

طالبانو وويل چې په فبرورۍ مياشت کې د دوحې تړون راهيسې يې په افغانستان کې خپل عمليات ډېر راکم کړي دي.‌ دغه خبره د دوی يوه مرکچي‌ کړې ده.

https://p.dw.com/p/3j4Jy
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د طالبانو مرکچي عبدالسلام حنفي وويل چې دغې ډلې سږ کال هيڅ پسرلني عمليات اعلان کړي نه دي او پر ولايتي مرکزونو او لويو ښارونو باندې يې هم له پراخو عملياتو څخه ډډه کړې ده. هغه پر افغان امنيتي ځواکونو تور هم پورې کړ چې بريدونو ته يې زور ورکړی، چې په خبره يې وسله والو طالبانو يې په وړاندې له خپل ځان څخه دفاع کړې ده.

دغه خبره يوه اوونۍ وروسته له هغه کيږي چې د متحده آيالاتو استازي، زلمي خليلزاد،‌ په تويتر کې وليکل چې په افغانستان کې تاوتريخوالی په ښکاره توګه لوړ شوی او دا چې «اړينه ده ټولې غاړې په څرګنده تاوتريخوالی راکم کړي.»

حکومت او طالبان اوسنۍ خبرې خپله لاسته راوړنه بولي

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abdullah Abdullah
د افغان حکومت مرکچي پلاوی دا مهال د دوحې په خبرو کې د اجنډا په هکله له طالبانو سره بحث کوي - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغان حکومت مرکچي پلاوی دا مهال د دوحې په خبرو کې د اجنډا په هکله له طالبانو سره بحث کوي.‌ حنفي دا هم وويل چې دواړه ټيمونه له دې کبله پر اجنډا باندې کوم نوافق ته ونه رسېدل ځکه چې هم طالبان او هم افغان حکومت ادعا کوي چې د خبرو شروع کېدل د دوی لاسته راوړنه ده.

په داسې حال کې چې طالبان ټينګار کوي چې دغه خبرې په فبرورۍ مياشت کې له متحده آيالاتو سره د تړون يوه برخه ده، افغان حکومت ادعا کوي چې اجنډا بايد د دې ښکارندويي‌ وکړي چې خبرې په اګست مياشت کې د لويې جرګې تر پرېکړې وروسته پيل شوې دي. د کارپوهانو په اند د سولې د خبرو برياليتوب مهم دی څو په دغه هېواد کې وروسته له هغه چې نړيوال ځواکونه وتلي وي د يوې بلې کورنۍ جګړې مخه ونيولی شي. طالبانو په لومړي ځل ۲۴ کاله پخوا په افغانستان کې قدرت ونيو وروسته له هغه چې په ډېر تشدد سره يې پخوانی افغان ولسمشر نجيب الله احمدزی او د هغه ورور د کورنۍ جګړې په درشل کې ووژل.

ډ.پ.ا./ن.ص./ا.ا.