1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«عربي اماراتو د پخوانیو چارواکو سیاسي فعالیتونه محدود کړي»

۱۴۰۰ آذر ۸, دوشنبه

طالبانو اعلان کړی چي متحده عربي اماراتو د غني په شمول د ځینو هغو پخوانیو چارواکو پر سیاسي فعالیتو بندیز وضع کړی چي په دوبۍ او نورو ښارونو کي ژوند کوي. خو د پخواني حکومت چارواکو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرگند کړی.

https://p.dw.com/p/43c7c
Afghanistan Kabul | Ashraf Ghani nach Gebet zum Opferfest
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Khan

د طالبانو یو تن ویاند احمدالله وثیق په خپل تویتر پاڼه کي لیکلي چي متحده عربي اماراتو د پخواني حکومت د ټولو هغو چارواکو پر سیاسي فعالیتونو محدودیتونه وضع کړي چي په دوبۍ او د متحده عربي اماراتو په نورو ښارونو کي ژوند کوي. 

نوموړي ټینگار کړی چي پخوانی ولسمشر اشرف غني، د پخواني حکومت د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د جمعیت اسلامي له گوند څخه عطا محمد نور هم له دغو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د تیر حکومت چارواکو او متحده عربي اماراتو تر اوسه پوري په دې هکله څه نه دي ویلي. د طالبانو دغه ویاند ددغو محدودیتونو د څرنگوالي په هکله نور جزیات نه دي په گوته کړي.

په افغانستان کي د روان میلادي کال د اگست پر ۱۵ مه، واک ته د طالبانو تر رسیدو او د پخواني حکومت تر ړنگیدو وروسته، د اشرف غني په شمول د حکومت ځیني چارواکي متحده عربي اماراتو ته وتښتېدل او اوس هلته ژوند کوي. مخکي له دې پخواني ولسمشر ته یو له نیژدو کسانو، محمدعمر داود زي ویلي ول چي اشرف غني په متحده عربي اماراتو کي په خپل استوگنځي کي ځان گوښه کړی او له چا سره ملاقات او خبري نه کوي.

GP/BS/SHi