1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

«پيغمبر ته سپکاوی او د هولوکاست منکر دې یو ډول مجازات شي»

۱۴۰۰ فروردین ۲۹, یکشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له لویدیځو هیوادونو غوښتي دي چې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي کونکي پر وړاندې دې له هم هغسې چلند څخه کار واخلي، کوم چې له هولوکاست څخه د انکار کونکو پر وړاندې یې ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/3sC20
USA New York UN Generalversammlung | Imran Khan
انځور: Reuters/L. Jackson

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شنبې په ورځ په خپل تویتر کې ولیکل: «د ټولې نړۍ په کچه مسلمانان له خپل پيغمبر حضرت محمد ص سره تر ټولو زیاته مینه او درناوی ورته لري.» د هغه په خبره د اسلام پيغمبر ته سپکاوی او بی احترامي د زغملو وړ نه ده.

خان ویلي دي لویدیځ هیوادونه چې «د هولوکاسټ په هکله هر ډول منفي څرګندونې د قانون خلاف بولي، باید په هم هغه معیار هغه کسان مجازات کړي چې زمونږ پيغمبر ته سپکاوی کوي او ډیري وختونه د مسلمانانو پر ضد د کرکې او نفرت پاروونکي پيغامونه خپروي.»

هولوکاست د آلمان د نازیانو له خوا د شاوخوا ۶ میلیونه یهودانو ډله ایزې وژنې ته ویل کیږي. له هولوکاسټ څخه انکار په ډیر شمیر لویدیځو هیوادونو کې منع دی او کیدای شي د بند په سزا د محکوم کیدو عواقب ولري.

د پاکستان لومړی وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي دي چې د د «تحریک لبیک» اسلامپاله ګوند له خوا د فرانسې ضد نوې مظاهرې ترسره شوې. د دغو اعتراضونو انګیزه د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون هغه څرګندونې دي چې نوموړي تیر کال کړې وې. ماکرون د نورو خبرو ترڅنګ د بیان د آزادۍ او د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو د خپرولو ملاتړ کړی وو.

Pakistan Protest nach Verhaftung von Saad Rizvi
په پاکستان کې د تحریک لبیک د منع کړای شوي ګوند د پلویانو مظاهرېانځور: Arif Ali/AFP

د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې د تحریک لبیک اسلامپاله ګوند وروسته له هغې منع اعلان شو چې د دغه ګوند له خوا په رهبري کیدونکو اعتراضونو کې څلور تنه پولیس ووژل شول او تر ۶۰۰ ډیر انسانان ټپیان شول.

ویل کیږي چې د دې ممنوعیت دلیل دا نه دی چې ګواکې حکومت د دې ګوند له اهدافو سره مخالفت لري، بلکې د دوی له عمل له طریقې او میتود سره مخالف دی.

عمران خان ویلي دي: «زمونږ حکومت یوازې د ترور ضد قانون په اساس د دې ګوند پر وړاندې عمل کړی دی، ځکه دې ګوند مقررات له پامه غورځولي دي او د نظم عامه ځواکونو او خلکو پر وړاندې یې له تاوتریخوالي سره برید کړی دی.» د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې ده: «هیڅ څوک له قانون او اساسي قانون څخه پورته نه دی».

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا.