1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستان: د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه کیږي

۱۴۰۰ بهمن ۲۷, چهارشنبه

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي چې د ملګرو ملتونو په تور لست کې شاملې ډلې یعنې پاکستاني طالبان او جماعت الاحرار د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي. پاکستان په دې برخه کې د مرستې غوښتنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/477I5
USA | UN-Sicherheitsrat zu Äthiopien
انځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۱۴مه) نیټه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عمر صدیقي ویلي چې لا هم د افغانستان له خاورې ترهګرې ډلې پر پاکستان بریدونه کوي.

په جنوبي او جنوب ختیځو آسیايي هیوادونو کې د ترهګرۍ د ګواښ او ورسره د مبارزې له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې کمیټې په ناسته کې د پاکستان استازي عمر صدیقي د نورو اړوندو موضوعاتو ترڅنګ په پاکستان کې پر وروستیو امنیتي پیښو هم رڼا واچواله.

عمر صدیقي په خپله وینا کې وویل «د ملګرو ملتونو له لوري په تور لست کې اچول شوې ډلې [یعنې] تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ډلې د بهرنیو په ملاتړ د افغانستان له خاورې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي اهدافو باندې سلګونه بریدونه کړي.»

عمر صدیقي داسې مهال پر پاکستان باندې د ترهګریزو بریدونو خبره کوي چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه ډیر شوي دي. په تیرو څو اونیو کې بلوچ بیلتون پالو ډلو او پاکستاني طالبانو پر پاکستاني عسکرو خونړي بریدونه کړي چې له کبله یې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

Pakistan l Tatort des Selbstmordattentats an Kontrollpunkt bei Quetta
انځور: Arshad Butt/AP/picture alliance

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر په خپله وینا کې همدا راز وویل چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ قرباني دي. هغه وویل: «موږ د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له ۸۰ زرو ډیر کسان له لاسه ورکړي دي.» هغه د خپلو خبرو په ادامه کې وویل چې تاسې ټول پوهیږئ چې د ملګرو ملتونو له لوري د پیژندل شوو دغو ترهګریزو ډلو ملاتړ څوک کوي. د صدیقي په خبره موږ [پاکستان] په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره ګڼ شواهد هم شریک کړي او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د دغو بریدونو عاملین دې مجازات کړل شي.

په افغانستان کې د امریکا له ملاتړ څخه د برخمن محمد اشرف غني حکومت تر نسکوریدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په پاکستان کې په چټکۍ سره په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی. خو د طالبانو حکومت دا خبره وار په وار سره ردوي چې ګڼي پر پاکستان د افغانستان له خاورې بريدونه او يا ډزې شوي دي.

سربیره پر دې، په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، پاکستان د پاکستاني طالبانو سره د خبرو له پاره له افغانستان څخه د منځګړيتوب د نقش غوښتنه هم کړې وه. د پاکستان حکومت په تیر کال کې اعلان کړی وو چې له پاکستاني طالبانو سره پر یوه میاشتني اوربند توافق ته رسیدلي چې افغان طالبانو پکې منځګړتوب کړی وو، خو د سولی په خبرو کې د نه پرمختګ له پاره د دسمبر میاشتې له نهمې نېټې وروسته دغه اوربند تمدید نه شو.