1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

ايران: د اتومي فزيکپوه د وژنې تر شا څه دي؟

۱۳۹۹ آذر ۸, شنبه

محسن فخري زاده د ايران د پاسدارانو غړی او د توغنديو د تکنالوژۍ کارپوه وو چې د تهران په څنډه کې ووژل شو. د ايران حکومت اسرائيل ته ګوته نيسي او د غچ اخیستو ګواښ یې کړی دی.

https://p.dw.com/p/3lwwh
Iran I Terroropfer Mohsen Fakhrizadeh
انځور: FARS

د ایران د پلازمینې تهران په یوه څنډه کې تر وسله وال بريد وروسته محسن فخري زاده په روغتون کې تر درمنلې لاندې راغی او د خپلو سختو ټپونو له لاسه ومړ. دغه خبره د ايران په دولتي رسنيو کې شوې ده.

د رپوټونو له مخې دغه ۶۳ کلن فزکپوه په آب سرد، يعنې د پلازمېنې تهران په ختيځه څنډه کې ووژل شو. د بهرنيو چارو وزير، محمد جواد ظريف، د هغه د وژلو پړه پر اسرائيل واچوله. ظريف په تويتر کې ليکلي دي چې «جدي شواهد» شته چې اسرائيل په دغه بريد کې لاس لري. ظريف په دې لړ کې له دولتي تروريزم څخه خبرې کولې.

د ايران د فارس نومي خبري اژانس په حواله د اسرائيل استخباراتي ادارې د کلونو راهيسې په دې بوختې وې چې د توغنديو د توليد دغه کارپوه له منځه يوسي. د ايران د پوځ يوه مشر، محمد باقري، وويل چې «سخت غچ» به واخيستل شي.

د ايران د پټ اتومي پروګرام طراح؟

په لويديځو هېوادونو، اسرائيل او د ايران د مشرتابه د مخالفينو په منځ کې په دغه مشهور ساينسپوه باندې تور وو چې د ايران د پټ اتومي پروګرام اصلي طراح وو چې دغه پروګرام په ۲۰۰۳ کال کې په رسمي ډول درول شوی وو. ايران اوس د اوږدې مودې راهيسې دا خبره ردوي چې غواړي اتومي وسلې تر لاسه کړي.

Iran Anschlag gegen Mohsen Fakhrizadeh
انځور: IRIB NEWS AGENCY/AFP

که هر څوک هم د دغه بريد تر شا وي، خو د څارونکو په نظر به د ايران او متحده آيالاتو تر منځ ترينګلتيا د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په وروستيو اوونيو کې لا زياته شي.ترمپ له ايران سره اتومي تړون لغوه کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده آيالاتو منتخب ولسمشر جو بايدن تر مخه لا اعلان کړی دی چې غواړي د ځينو شرايطو لاندې له ایران سره دغه تړون بېرته نافذ کړي. 

uh/wa/ن ص/ خ ح