1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: د ترانس جندر له پاره تليفوني ليکه فعاله شوه

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

پاکستان د جمعې په ورځ د ترانس جنسيتي خلکو يا نرښځيانو له پاره تليفوني ليکه فعاله کړه. يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي وويل هڅه يې دا ده چې هغوی له سپکاوي او ځورونې څخه وژغورل شي.

https://p.dw.com/p/4HcYw
د ترانس جندر ښځو لومړنی پاکستانی ښوونځی
د ترانس جندر ښځو لومړنی پاکستانی ښوونځیانځور: Asim Tanveer/AP

ډېر خلک په پاکستان کې ترانس وګړي يا نرښځيان رټلي او مردود ګڼي، په تېره د دغه هېواد په محافظه کارو سيمو کې چېرته چې دوی تر بريد لاندې راځي، جنسي تېري ورباندې کيږي او آن په قتل رسيږي. دغسې خلک عادي ښوونځيو ته له تللو څخه هم ډډه کوي څو ورسره د توپيري چلن مخه يې نيولې وي.

سلمان صوفي چې د پاکستان د وزيراعظم يا لومړي وزير شهباز شريف يو سلاکار دی، په يوه ټويټ کې ويلي چې د ترانس وګړو د سپکاوي او ځورونې ضد تليفوني ليکه چې ډېر انتظار ورته شوی، اوس رامنځ ته او فعاله شوه. هغه دا هم وويل چې دغه تليفوني ليکه د پوليسو له لوړپوړو چارواکو او د بشري حقونو له وزارت سره وصل ده.  پاکستانۍ ترانس ډرامې د کن «کوير جايزه» وګټله 

الماس بوبي چې په پاکستان کې د ترانس جنسي وګړو يو وياند دی، اسوشيتد پريس خبري اژانس ته په تليفون کې وويل چې »موږ خوښ يو چې دغه په اصطلاح تليفوني ليکه زموږ له پاره جوړه شوه.«

بوبي زياته کړه چې د ځورونې په ډېرو مواردو کې ترانس جنسيتي خلک وهل کيږي، نيول کيږي او په ټول هېواد کې د پوليسو له خوا سپکول کيږي. بوبي دا هم وويل چې »څنګه دغه تليفوني ليکې ته زنګ ووهو چې تليفونونه رانه اخيستل شوي وي؟ کله چې د واده په مېلو کې د غلو په څېر نيول کيږو چېرته چې موږ راڅرګنديږو او پيسې ګټو؟ څوک مو تر ټولو زيات ځوروي؟«

بوبي وويل چې »بلې هو، همدغه پوليس دي او موږ بايد اوس پوليسو ته زنګ ووهو چې عدالت وغواړو.«

دغه تليفوني ليکه په داسې وخت کې فعاليږي چې د پاکستان حکومت غواړي د ترانس جندر په قانون کې تغيير راولي چې ترانس جنسيتي خلک به يې له مخې کولی شي خپل جنسيت په صادر شوو حکومتي اسنادو، د زدکړې په بريليکونو او ملي شناختي کارډونو يا تذکرو کې پخپله انتخاب کړي.

په پاکستان کې د ترانس جندر ښځو لومړنی ښوونځی
په پاکستان کې د ترانس جندر ښځو لومړنی ښوونځی انځور: Shahid Saeed Mirza/AP

خو دغو وړانديزو شوو بدلونونو ناندرۍ راپورته کړې دي چې سخت دريځه روحانيون يې مخالفت کوي. سره له دې چې پاکستان په تېرو کلونو کې د ترانس جندر وګړو د حقونو په برخه کې په دغه اکثريت مسلمان هېواد کې لږ څه پرمختګ کړی دی، د بشري حقونو کارپوهان وايي چې ډېر څه بايد وشي چې ترانس وګړي په ټولنيزه کچه هم په رسميت وپېژندل شي.پاکستانۍ ترانس جيندر مهاجره بريالۍ شوه چې خپل جنسيت بدل کړي

بوبي اټکل کوي چې په پاکستان کې به تقريبا ۱۰ زره ترانس وګړي ژوند کوي. تېر کال پاکستان د پاکستان په ملتان ښار کې د ترانس جندر زدکوونکو له پاره خپل لومړی حکومتي ښوونځی پرانيست او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به نور دغسې ښوونځي هم پرانيزي. په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان سترې محکمې يا سوپريم کورټ داسې مهمه پرېکړه وکړه چې له مخې يې ترانس وګړي د دريم جنس په صفت منل کيږي. پخوا به ترانس خلکو ته ډېری وخت د طبي درملنې حق هم نه ورکول کېده ځکه چې ډاکترانو پرېکړه نه شوای کولی چې د نارينه يا ښځينه ناروغانو په برخه کې يې درملنه وشي.

اې. پي / ن. ص / خ. ح