1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

د ترکیې جمهوررئیس اسراییل «تروریسټي دولت» وباله

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د ترکیې جمهوررئیس، رجب طیب اردوغان د جمعې د ورځي په ماښام په بیت المقدس کي د فلسطینیانو او پولیسو ترمنځ کشمکشونو او اخوډبونو وروسته اسراییل یو «تروریسټي دولت» وباله.

https://p.dw.com/p/3tAAM
Israel-Palästina | Neue Zusammenstößen in Jerusalem
انځور: Oded Balilty/AP Photo/picture alliance

اردوغان پرون شنبه (د می میاشتي اتمه) په استانبول کي د اسلامي دولتونو او بین المللي ټولني څخه وغوښتل چي د اسرائیلو په مقابل کي مؤثر اقدامات تر سره کړي. هغه وویل چي «ظالم او تروریسټي دولت اسرائیل په بیت المقدس کي په ډیر بې رحمانه او غیر اخلاقي ډول سره پر مسلمانانو باندي حملې کوي.»

ترکیې د ملګرو ملتونو، د اسلامي هیوادو د همکارۍ سازمان او نورو سازمانو څخه غوښتنه کړې ده، چي په دې موضوع کي فعاله سي. په انقره کي د اسرائیلو د سفارت مخته د جمعې ورځي په ماښام په سلهاوو خلګو په بیت المقدس کي د امنیتي قواوو د چلند پرضد احتجاجونه وکړل.

Türkei Präsident Recep Tayyip Erdogan
د ترکیې جمهوررئیس، رجب طیب اردوغانانځور: Aytac Unal/AA/picture alliance

پدې منځ کي پرون شنبه شپه بیا په بیت المقدس کي کشمکشونه رامنځته سول. ځوانانو پر پولیسو باندي ډبري وروغورځولې، اورونه یې بل کړه او هغه ممانعتونه یې لیري کړل، چي زاړه ښار ته یې لار بندوله. پولیسو یې بیا په مقابل کي د سپرو قواوو، د اوبو شيندونکو او د سترګو برېښونکو لاسي بمونو څخه کار واخیست. د فلسطین سرې میاشتي وروسته د ۵۳ کسانو د زخمي کیدو خبر ورکړ. اسرائیلي پولیسو ویلي دي چي حداقل یو تن یې زخمي سوی دی.

د جمعې ورځي په شپه په بیت المقدس کي د سړک پر سر نښتو او کشمکشونو کي حداقل ۲۰۵ فلسطینیان او ۱۷ اسرائیلي پولیس ټپيان سوي وه.

د دغو کشمکشونو انګیزه د هغي مځکي عضب دی، په کومه کي چي فلسطینیان اوسیږي، خو یهودي ناقلین یې د ملکیت ادعا کوي.