1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان ولې خپل د اقتصاد وزير ګوښه کړ؟

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د ترکمنستان ولسمشر د اقتصاد وزير او دوه نور مرستيالان چې د انرژۍ سکتور کې یې کار کاوه، ګوښه کړي دي. خو ولې؟

https://p.dw.com/p/4NNeF
د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف
د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوفانځور: Vladimir Smirnov/TASS/IMAGO

د شنبې په ورځ د ترکمنستان د ولسمشر له خوا د اقتصاد وزير او د انرژۍ د سکتور د دوو مرستيالانو د ګوښه کېدو فرمانونه خپاره شول. ترکمنستان د منځنۍ آسيا داسې يو هېواد دی چې اقتصاد يې د ګازو پر صادراتو متکي دی. ولسمشر سردار بردي محمدوف دغه فرمانونه په داسې يوه هېواد کې لاسليک کړي دي چې د بريتانيا د نفتو د شرکت بي پي (BP) په خبره په نړۍ کې د ګازو څلورمې سترې زېرمې لري.هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزی وتړل شو

ترکمنستان تر ډېره چين او تر يو حده پورې روسيې او ايران ته خپل ګاز صادروي. د شوروي اتحاد دغه پخواني جمهوريت تېر منی دې ته چمتوالی ښکاره کړ چې د کاسپين سمندرګي له لارې اروپا ته ګاز صادر کړي چې پر اوکراين د روسيې د يرغل راهيسې د ګازو له کمي سره مخامخ ده.ترکمنستان د ریل پټلۍ برخه کې افغان زده کونکي روزي

د دې له پاره چې بېلابېلو هېوادونو ته صادرات وشي کړای، ترکمنستان د ګازو په داسې پايپلاين يا نلليکې باندې کار هم کوي چې هند او پاکستان ته به د افغانستان له لارې ګاز ورسوي. خو دغه پروژه له پر له پسې ستونزو سره مخامخ شوې ده، په تېره د ۲۰۲۱ کال د اګست راهيسې چې طالبان په کابل کې بېرته قدرت ته رسېدلي دي.په اوسني وضعيت کې د ټاپي پروژې تطبيق امکان لري؟

د جنورۍ مياشتې په نيمايي کې د ترکمنستان ولسمشر د نفتو او ګازو مرستيال وزير او د ترکمن ګاز د دولتي شرکت مشر ته اخطار ورکړی و. د جنورۍ مياشتې په پيل کې د ملي امنيت وزير چې د پټو ادارو مشري کوي او د سترې محکمې قاضي القضات هم له خپلو دندو ګوښه کړل شول.

آ./ن.ص./ا.ا.