1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ټاپي د طالبانو ملاتړ؛ د ترکمنستان چارواکي کابل ته سفر کوي

۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبه

د ترکمنستان چارواکي به روانه اوونۍ کابل ته سفر وکړي څو له طالبانو سره د ټاپي پروژې د کار د دوام په اړه خبرې وکړي. د ګازو د نل ليکې دغه پروژه له ترکمستان څخه د افغانستان او بيا پاکستان له لاري هند ته ګاز رسوي.

https://p.dw.com/p/42Efp
Afghanistan - TAPI - Pipelineprojekt in Herat
انځور: DW/S. Tanka Shokran

د طالبانو د کانونو او پتروليم وزارت سرپرست وزير محمد عيسی اخوند، د چهار شنبې په ورځ په خپرې شوې يوې اعلامیې کې ويلي: «موږ له يو څه مودې راهيسې په دې برخې کې ډېرې هلې ځلې وکړې او چمتو يوو چې پر ټاپي پروژې د کار پيلولو ویاړ ترلاسه کړو.»

تمه کيږي چې د ټاپي د ګازو نل ليکه به هر کال د کابو ۱۸۰۰ کیلومترو په واټن کې ۳۳ ميليارده متر مکعب طبيعي ګاز د ترکمنستان له ګالکينش څخه چې د نړۍ د ګازو دويمه ستره زيرمه ده، د پاکستان سرحد ته څېرمه د هند د پنجاب ايالت فاضلکه سيمې ته انتقالوي.

د ګازو دغه نل ليکه چې د افغانستان په هرات او کندهار ولايتونو کې تيريږي پاکستان ته غځول کيږي او له هغه ځايه بيا هند ته رسيږي.

د کانونو او پتروليم وزارت په اعلامیه کې ويل شوي چې محمد عيسی اخوند د ترکمنستان د پلاوي د دوه ورځني سفر تر مخه چې د شنبې ورځې له پاره په پام کې نيول شوی، د دغه هيواد له سفير سره ليدلي دي.

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپې پروژې امنيتې برنامه لاسليک شوه

د ټاپي پروژې کار په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې پيل شو. هغه مهال طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد جګړه کوله خو د ټاپي پروژې ملاتړ يې اعلان کړی وو او له دې پروژې سره یې د همکارۍ ژمنه کړې وه.

افغانستان چې له پخوا راهيسې د انرژۍ له جدي ستونزې سره مخامخ دی، د دې نل ليکې د ۵ سلنه ګازو د ترلاسه کولو تمه لري. د ګازو پاتې برخه به بيا پر هند او پاکستان يو ډول ويشل کيږي. پر دې سربیره به افغانستان د ترانزيت په بدل کې په سونو میليونه ډالرعوايد هم ترلاسه کوي.

ب. ص/ ن. ز(Reuters)