1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثي ياغيانو پر ابوظبي د ډرون بريد ادعا کړې

۱۴۰۰ دی ۲۷, دوشنبه

متحده عربي امارات د هغه پوځي ائتلاف برخه جوړوي چې د يمن په جګړه کې مخکښ نقش لري. مخالفين یې حوثيان هڅه کوي چې دا ائتلاف ضعيف کړي. دوی په ابوظبي کې ډرون بريد د ترسره کولو ادعا کړې ده.

https://p.dw.com/p/45dyq
Vereinigte Arabische Emirate | Abu Dhabi International Airport | Satellitenbild
انځور: UIG/imago images

د يمن د حوثي ياغيانو چې د ایران متحد بلل کیږي، د خپلو معلوماتو په حواله دغې ډلې پر متحده عربي اماراتو باندې بريد ترسره کړې دی. په پلازمينه ابوظبي کې پوليسو په دوو ځايونو کې د اورلګيدنې خبر ورکړی دی چې ښايي علت یې د بې پېلوټه الوتکې بريدونه وي.

پوليسو د «WAM» دولتي خبري آژانس ته ويلي چې د مصفح په صنعتي سيمه کې د تېلو د «ADNOC»  شرکت لاګر یا ګدامونو ته څېرمه د تېلو درې ټانکرونه چاودلي دي. د پوليسو په حواله په دې ترڅ کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

پوليسو زياته کړې چې د ابوظبي هوايي ډګر ته څېرمه سيمه کې هم اور لګيدلی دی.

ائتلافي ځواکونو د حوثیانو پر یو پوځي کمپ بمباري کړې

د متحده عربي اماراتو د پوليسو له خوا په جاري کړې اعلامیه کې ويل شوي چې د دې پېښو په پايله کې ډېر مالي زيان نه دی اوښتی. زياته شوې چې د لومړيو پلټنو پر اساس د پېښې په دواړو ځايونو کې د کوچنۍ الوتکې يا «احتمالاً د بې پېلوټه الوتکې» ټوټې موندل شوي دي.

کابو هره اونۍ بريدونه

په يمن کې له ۲۰۱۴م کال راهيسې کورنۍ جګړه روانه ده چې د حوثي یاغيانو له خوا د پلازمينې صنعا په نیولو سره پېل شوې وه. تر دې يو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف چې متحده عربي امارات هم پکې شامل دي، د ولسمشر عبد ربه منصور هادي په ملاتړ پر حوثي ياغيانو بریدونه پېل کړل. په دې جګړه کې تر اوسه په زرونو انسانان وژل شوي دي.

Jemen Huthis in Sanaa
حوثي ياغيانو پر ابوظبي د ډرون بريد ادعا کړېانځور: Hani Al-Ansi/dpa/picture alliance

حوثي ياغيان کابو هره اونۍ په جنوب کې له پراته هېواد يمن څخه پر سعودي عربستان د توغنديو او بې پېلوټه الوتکو بريدونو کوي. د «وال ستريت ژورنال» ورځپاڼې په دې وروستیو کې د حکومتي سرچينو په حواله ويلي ول چې سعودي عربستان چې ظاهراً د مهماتو له کمښت سره مخ دی، په اروپا او امريکا او همدا راز په خليج کې یې له خپلو متحدينو څخه د پوځي تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.

حوثي یاغیانو بیا د سعوي د نفتو پر تاسیساتو بریدونه کړي 

د ايران نقش

په اصل کې سعودي عربستان غوښتل چې په سیمه کې د خپل حريف ايران نفوذ راکم کړي. ملګري ملتونه هم په دې اړه شواهد لري چې حوثي ياغيان پر نورو سربيره له ایران څخه «په کافي اندازه وسلې او نور اړين توکي» ترلاسه کوي.

خو د سعودي عربستان له پاره چې د ژورناليست جمال خاشقچي تر وژل کيدو وروسته منزوي شوی دی، دغه جګړه پر يوې سترې ستونزې بدله شوې ده.

يمن ته په کتو سره یې له امریکا متحده ايالاتو او بريتانيا سره د وسلو پر تړونونو هم تل انتقادونه کيږي. آلمان هم د دغه جګړې له کبله سعودي عربستان ته د وسلو صادرات بند کړي دي.

ب. ص/ خ. ح (rtr, afp, dpa)