1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فولادو صادرات؛ روسیې دا بازار هم له ایرانه ونیو

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۰, جمعه

روسیې د فولادو پیرونکو ته د تخفیف په ورکولو سره تر نفتو وروسته دا بازار هم له ایرانه نیولی او د دغه هیواد شپږ میلیارده ډالره صادراتي عواید یي په خطر کې اچولي دي. د ایران د فولادو بازار له وحشتناکو شرایطو څخه تیریږي.

https://p.dw.com/p/4Bcwd
Made in Germany I MIGD Stahl
انځور: DW

د اوکراین جګړې او د امریکا د بندیزونو له امله روسیې ته د اوښتې زیان په نتیجه کې «د ایران نیمه مړ بازار» هم اغیزمن شوی دی.

د فولادو د تولیدونکو ټولنې د مدیره هیئت غړي رضا شهرستاني په دې اړه د شرق ورځپاڼې ته وویل چې روسیې د خپلو فولادو په بیو کې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې د تخفیف په راوستلو سره توانیدلې ده چې د دغه هیواد د فولادو ستر پيرونکي ځانته را جلب کړي. د هغه اشاره د چین، افغانستان، تایلنډ او سویلي کوریا په څیر هیوادونو ته ده.

د ایراني فولادو پر صادراتو د لوړو تعرفو په پام کې نیولو سره، د روسیې د صاداراتي فولادو بیه د ایران په پرتله ډیره ارزانه تمامیږي او اوس دغو هیوادونو خپل د اړتیا وړ فولادو فرمایش روسیې ته ورکړی دی.

د ایران د فولادو د تولیدونکو اتحادیي د مدیره هیئت په حواله د دغه هیواد شپږ میلیارده ډالره صادراتي عواید په خطر کې ولیدلي دي.

د مالیاتي عوایدو د ډېریدو په خاطر پر فولادو د تعرفو لوړول

پر فولادو د تعرفو لوړول د دغه بازار د فعالانو له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شوي دي. شرق د فولادو د صادرونکو په نقل لیکلي دي «هر کال په ایران کې ۳۰ میلیونه ټنه فولاد توليديږي او یوازې ۱۵ تر ۱۶ ټنه یي دننه په ایران کې مصرفیږي، ځکه نو د داخلي بازار له پاره اندېښنه هیڅ توجیه نه لري او د حکومت دا کار په داخلي بازار پورې هیڅ تعلق نه لري او حکومت یوازې د خپلو مالیاتي عایداتو د زیاتولو په هڅه کې دی.»

د فولادو تولیدونکو ټولنې د مدیره پلاوي غړي احمد دنیانور، شرق ورځپاڼې ته وویل چې د ایران د فولادو صنعت په ډیرې سختۍ سره توانیدلی و چې په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ په مختلفو برخو کې پیرونکي پیدا کړي او په کلني حساب له ۹ تر ۱۱ میلیونه ټنه پورې فولاد صادر کړي. د هغه په وینا ایران تیر کال د فولادو د صادراتو له طریقه ۶ میلیارده ډالره بهرني اسعار ترلاسه کړي.

Iran Ölindustrie
روسیې د ایران د نفتو بازار هم تر خپل کنترول لاندې راوستلی دیانځور: Mehr

روسیې اوس یو په بل پسې د ایران بازارونه نیولي «او د تعرفو په لوړیدو سره د ایران د فولادو صادرات تقریباً دریدلي دي.» د هغه په وینا د دغو بازارونو او دې ته ورته نورو بازارونو چې ایران له لاسه ورکړي دي بیرته ترلاسه کول «ډیر ستونزمن دی» او دا مهال د ایران د فولادو صنعت «له ویروونکو شرایطو» تیریږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې صادرات بازار موندنې، بازار جوړونې، د پیرونکو باور جلبولو او په صادرونکي هیواد کې د قانون ثبات ته ضرورت لري، څو وکولی شي پر خپلو ژمنو عمل وکړي. خو دوی د ټولو دغو التزامي شیانو په نه درلودلو سره له داسې مشتریانو سره مخامخ دي چې وایي «ستاسې د هیواد وضعیت معلوم نه دی او ممکن تاسې ونه کولی شئ پر خپلو ژمنو عمل وکړئ.«

شهرستاني په شدید ډول د فولادو د شرکتونو د تولید کمیدو خبر په ورکولو سره ویلي دي چې د دوو میاشتو د فولادو تولید نږدې صفر ته رسیدلی دی.

هغه فرصت چې په ګواښ بدل شو

پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې هغه ګواښونه چې دغې جګړې کولی شول د روسیې د انرژۍ بازارونو ته رامنځته کړي، یو شمیر ایراني چارواکي او کارپوهان په دې باور ول چې دغه جګړه به ایران ته یو فرصت رامنځته کړي چې د ګاز او نفتو په بازارونو کې د روسیې ځای ونیسي. خو هر څه د دغو وړاندوېنو برخلاف پرمخ ولاړل.

شرق د اوکراین جګړې ته په اشارې سره لیکلي دي چې دې جګړې «د یو شمیر داخلي رسنیو د ادعاو په خلاف نه یوازې دا چې د ایران اقتصاد ته یي یو فرصت رامنځته نه کړ، بلکې د دغه بندیزونو خپلي هیواد نیمه مړ بازار یې له لا زیات خطر سره مخامخ کړی دی.»

سربیره پر دې نه هم اروپایي هیوادونه په هم غږۍ سره د روسیې د نفو په تحریمولو موافقې ته ورسیدل او نه هم اوپيک له اروپا سره د تولید زیاتولو په برخه کې همکاري وکړه. همدارنګه نه هم د هند او چین په څیر هیوادونه حاضر شول چې له روسیې څخه د نفتو په خریدارۍ کې کمښت راولي، بلکې برخلاف خپله خریداري یي لا زیاته کړه.

ایران پر دغه هیواد د لګول شوو بندیزونو، خپلو سیمه ایزو سیاستونو او ختیځ ته په کتلو سره د اروپايي پانګوالو له پاره د باور وړ شریک نه ګڼل کیږي. سربیره پر دې دغه هیواد د خپلو زړو او فرسوده زیربناو له کبله د دې توانایي نه لري چې د انرژۍ په بازارونو کې ټاکونکی رول ولوبوي.

روسیه په نړۍ کې د ګازو، نفت، فولادو، اوسپنې، کیمیاوي سرې او غله جاتو یو له تر ټولو سترو صادرونکو هیوادونو څخه ده. د اوکراین جګړه کولی شي په ټوله نړۍ کې د لوږې له امله په میلیونونو انسانان د مرګ له خطر سره مخامخ کړي. خو د دې جګړې اثراتو ټول بازارونه اغیزمن کړي دي.

د ایران کمزوری او رنځور اقتصاد چې په «پټه» او «ارزانه بیه» د نفتو په پلورلو سره هڅه کوي د امریکا د بندیزونو اغیز را کم کړي، اوس له داسې یو شوک سره مخامخ شوی دی چې روسیې یې د عایداتو سرچینې اغیزمن کړي دي.

د نړیوالو بنسټونو د رپوټونو په حواله د هغو له جملې څخه «کپلر» چې کيښتۍ تعقیبوي ویلي دي چې په اپریل میاشت کې د ایران د نفتو صادرات ۳۴ سلنه کم شوي دي. د دې په مقابل کې هند ته د روسیې د نفتو صادرات چې ټیټه کچه یي ۲۰ زره بوشکې یا بیلره وو اوس ۶۰۰ زره بیلرو ته لوړ شوي دي.

د نفت، ګاز او پترو کیمیکل د صادرونکو د اتحادیي مشر حمید حسیني هم چین ته د ایران د نفتو د صادراتو د کمیدو او چین ته په ټیټه بیه د روسيې د نفتو واردیدل تائید کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز