1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کیف او نورو ښارونو کې پرله پسې چاودنو زيانونه واړول

۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر وویل چې هیواد يې د روسیې توغندیزو بریدونو لاندي دی. نو په همدې حال کې د روسیې اولسمشر اوکراین تورن کړي چې د کرچ پل چاودنه یې کړی ده.

https://p.dw.com/p/4I0Qd
Ukraine Krieg mit Russland Raketen auf Kiew
انځور: Gleb Garanich/REUTERS

د جرمنې د دفاع وزیري کریسټین لمبریشت وویل: جرمنې به په لمړي ځل څلور د ای ار ای ایس – ټی اس ایل ایم هوایې دفاعې سیستم داوکراین په واک کې ورکړي.  

 نوموړي وویل په کیف او د اوکراین په ډیرو نورو ښارونو باندي د توغندیو غورځول دا ښیې چې اوکراین هوایې دفاعې سیستم ته ترټولو ډیره اړتیا لري. 

کریسټین لمبریشت زياته کړه:«د روسیې توغندیز  او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ملکې وګړي ترهوي.»

په همدي حال کې د جرمنې د بهرنیو چارو وزارت وایې چې په کیف کې یو لوی کور چې د جرمنې کنسلګري وه هغه د روسیې ځواکونو له لوري په بمباريو کي زيانمن شوی دی، که څه چي هلته د جګړي د پیل راهیسې دفتر نه کارول کيدلی.

د روسیې وروستۍ حمله د جون په میاشت کې وه
د روسیې وروستۍ حمله د جون په میاشت کې وهانځور: Adam Schreck/AP Photo/picture alliance

پوتین د کریميا پر پله چاودنه تروریستي کړنه او د اوکراين کار وباله

د روسیې ولسمشر پوتین  د خپل هیواد د امنیت شورا ته نن دوشنبې وویل چې روسيې د اوکراين د »ترهگريزو اقدماتو« په ځواب کي د اوکراين د انرژي پر بنيادي جوړښتونو ځوابي بريدونه تر سره کړل.

روسیه: د کریميا پله په چاودنه کې درې کسان وژل شوي

پوتین وویل اوکراینې خاصو ځواکونو د کیرچ پل په چاودنه کې هم په خاصه توګه لاس لري. 
ده وویل چې د اوکراین د ممکنه نورو بريدونو په وړاندي به د روسيې غبرگون لا ډېر »توند« وي.

Ukraine Krieg mit Russland Raketen auf Kiew
انځور: Gleb Garanich/REUTERS

د روسیې دفاع وزات ویلی وو چې دوی د اوکراین د پوځې قوماندې مرکز او معلوماتې برخې لمنځه وړي او د دوی د انرژۍ بنيادي جوړښتونه يا زير بناوي يې په نخښه کړي دي. وزارت نور جزيات نه دي ورکړي.

د اوکراین لومړی وزیر دینس  شمهال وړاندي ویلی وو چې د اوکراین کیف سره په اتو سیمو کی ۱۱ ځایونه روسې ځواکونو په نښه کړي وو چې د بریښنا ، اوبو او مخابراتې پایو په ګډون یې  ګڼې عام المنفعه ځایونه زیانمن کړي دي. 

لوکاشینکو: اوکراین پر سپېنه روسیه حملې ته تیاری نیسي

د اوکراین  اولسمشر ویلادمیر زیلنسکی پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلې دې چې د المان صدراعظم اولاف شولز سره یې د دوشنبي په ورځ د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې د جې اوه هیوادونو د یوي بیړنۍ غونډي په کولو سره موافقه کړي ده .

په برلین کې د وسلو په یوه ننداره کې د آی رآی - ټی - ټی ایس ایل ایم هوایی دفاع سیستم په ننداره کې ښودل شوی
په برلین کې د وسلو په یوه ننداره کې د آی رآی - ټی - ټی ایس ایل ایم هوایی دفاع سیستم په ننداره کې ښودل شویانځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د جرمنې حکومت د دوشنبې په ورځ دا بریدونه وغندل او ژمنه یې وکړه چې دوی به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او د جې اوه کنفرانس کې به د اوکراین اولسمشر د زیلینسکې  د میلمه په توګه هم پدی غونډه کې په ويډيويي شکل ونډه لري.