1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو له افغانانو سره د درېدلو مرستو د آزادولو غږ کړی

۱۴۰۰ دی ۲۴, جمعه

د م.م. عمومي منشي پر امريکا او نړيوال بانک غږ کړی دی چې هغه کنګل شوې مرستې دې آزادي کړي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې بندې شوي دي. ګوتېرش ويلي دي چې افغانستان د روان کال له پاره ۵ ميليارده ډالرو مرستې ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/45WXq
United Nations Generalsekretär Antonio Guterres
انځور: John Minchillo/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کې وويل چې دا کار بايد په افغانستان کې د مخ پر خرابيدونکي حالت د لا خرابیدو د مخنيوي په موخه اړين دی. نوموړي وويل: «موږ بايد په ډېره چتکۍ سره [د افغانستان له اقتصادي سيسټم سره] د نغدو پېسو مرستو وکړو. ځکه پالش کيدل به یې د میلیونو انسانانو د بې وزلۍ، لوږې او شديد فقر باعث شي.»

په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې پر افغانستان نړيوالې مرستې درولې شوي او په نړيوالو بانکونو کې د دغه هيواد شتمنۍ کنګل شوي دي.

د مرستندويه ټولنو په حواله د اټکلونو پر اساس په ۲۰۲۲م کال کې به ۴،۷ ميلیونه افغانان ښايي له شديدې خوارځواکۍ ښکار شي چې ۱،۱ ميلیونه به یې ماشومان وي.

په نيويارک کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ګوتېرش وويل چې افغانستان د ۲۰۲۲م کال له پاره د ۵ ميلیارده ډالرو مرستې ته اړتيا لري څو د دغه هېواد اقتصاد له پاشل کيدو څخه وژغورل شي ځکه «د نړۍ د اقتصادي سيسټم زياتره برخه په ډالرو راکړه ورکړه کوي.»

تېره مياشت د هغه خبرداري تر خپريدو وروسته چې د افغانستان تر نيمايي ډېر نفوس به په روان ژمي کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي، نړيوال بسپنه ورکوونکي د افغانستان د ۲۸۰ ميلیونه ډالرو مرستو په آزادولو سره سلا شول.

Pressefoto 2022 Afghanistan Humanitarian Response Plan
انځور: © WFP/Marco Di Lauro

ګوتېرش خبريالانو ته وويل: «زه هيله لرم چې د افغانستان د بيارغونې له صندوق (ای آر تي اف) څخه پاتې مالي سرچينې يعني تر ۱،۲ ميلياردو ډېر ډالر به د روان ژمي له پاره د افغانستان خلکو ته په اختيار کې ورکړل شي.

امريکا متحده ايالاتو د افغانستان د مرکزي بانک کابو ۹،۵ ميليارده ډالر شمنۍ کنګل کړي دي. همدا راز نړيوال بانک او د پېسو نړيوال صندوق هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي او په دې توګه یې مالي مرسته او د ۳۴۰ ميليونه ډالرو هغه نوې مالي سرچينې چې نړيوال وجهي صندوق د تېر کال په اګست مياشت کې صادرې کړې وې، هم بندې کړي دي.

ګوتېرش وويل: «سوړ ژمی او کنګل شوې مرستې د افغانستان د خلکو له پاره يو وژونکی ترکيب دی.»

نوموړي په عين حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعيت هم خواشيني څرګنده کړې ده. هغه پر طالبانو هم غږ وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو درناوې دې وکړي. ګوتېرش وويل: «هيڅ هيواد خپل نيم نفوس ته د حقونو د ورکړې پرته وده نه شي کولی.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: