1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: په افغانستان کې۶۰۰۰ ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي دي

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

د يوناما يو تازه رپوټ ښيي چې د روان میلادي کال په نهو مياشتو کې نژدې ۶۰۰۰ ملکيان وژل شوي يا ټپيان شوي دي. رپوټ ښيي چې په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو تر پيليدو وروسته هم ملکي تلفات لږ شوي نه دي.

https://p.dw.com/p/3kUfd
Afghanistan Konflikt l Krieg
انځور: picture alliance / AP Photo

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «يوناما» د يوه رپوټ په حواله د روان میلادي کال په لومړيو نهو مياشتو کې د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه کم ملکيان زخمي او وژل شوي دي. خو پر دې سربیره دا رپوټ ښيي چې په سپتمبر مياشت کې د بين الافغاني خبرو تر پيليدو وروسته د ملکي تلفاتو کچه ټيټه شوې نه ده.

د يوناما د دې رپوټ پر اساس د روان کال تر اکتوبر میاشې پورې په افغانستان کې ۲۱۱۷ ملکيان وژل شوي او ۳۸۲۲ ټپيان شوي دي.

يوناما له همدې امله ويلي چې دا له ۲۰۱۲م کال راهيسې د کال د لومړيو نهو مياشتو په موده کې تر ټولو کم ملکي تلفات دي.

يوناما په دې رپوټ کې په روان ميلادي کال کې د ۴۵ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو او ۲۳سلنه پړه پر افغان امنيتي ځواک اچولې ده. وسله والو طالبانو د يوناما دا رپوټ رد کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر همدا راز د افغان هوايي ځواک په بريدونو کې د ملکي تلفاتو د زياتيدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. ويل شوي دي چې د افغان هوايي ځواک په بريدونو کې ملکي تلفات۷۰ سلنه زيات شوي دي. روانه اوونۍ د شنبې په ورځ همدا ډول يوه پېښه رامنځته شوې وه چې د هيواد په شمال کې یې ۱۲ ماشومان ووژل.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز وويل: «د سولې د ټينګښت له پاره خبرې اترې وخت ته اړتيا لري. خو ټولې ښکيلې خواوې کولی شي چې ژر تر ژره مذاکراتو ته لومړيتوب ورکړي او ملکيانو ته د زيان رسیدو د مخنوي په موخه بيړني او صادقانه ګامونه واخلي.»

د يوناما د دې رپوټ په حواله ملکي کسانو ته د رسیدلي زيان ګراف ښيي چې د ملکي تلفاتو په هرو لسو مواردو کې يې ۴ ماشومان او ښځې وي. د دې رپوټ په حواله د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې له ټولو ملکي تلفاتو څخه ۳۱ سلنه ماشومان او ۱۳ سلنه ښځې وې.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو دغه ځانګړې استازې ويلي دي چې يوناما به له مذاکره کوونکو سره په ډېره لوړه سياسي کچه د افغانستان د سولي پروسې په ټولو برخو کې د ښځو د معنادار او اغيزناک مشارکت څخه حمايت ته دوام ورکړي.

د يوناما په اعلاميه کې د نوموړې له قوله راغلي: «ښځې بايد د خبرو اترو پر ميز حاضري وي څو هغوی دا اطمنان ترلاسه کړای شي چې حقونه یې ساتل کيږي او په دې اړه هم ډاډ ترلاسه کړي چې تطبيقي ميکانيزمونه په سمه توګه طرحه شوي دي.»

(AG) ب.ص/ن.ز