1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په نړۍ کې ۷۳۵ میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي

۱۴۰۲ تیر ۲۲, پنجشنبه

ملګرو ملتونو د چهارشنبه په ورځ یو نوی راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې په ۲۰۲۲م کال کې په اوسط ډول ۷۳۵ ميلیونه خلک له لوږې سره لاس او ګریوان وه.

https://p.dw.com/p/4TpLy
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

د کرونا ناروغۍ او په اوکراین کې د روسیې له جګړې وروسته د لوږې ستونزه زیاته سوې ده. 

زموږ ديوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

په راپور کې راغلي دي چې د کرونا وبا او په اوکراین کې د روسیې د جګړې پایلو دغه وضعیت لا پسې خراب کړی دی. اوس د نړۍ نفوس شاوخوا اته ميلیارده وګړي دي.

اړوند مطالب: د نړيوالې لوږې له کبله د مرستندويه سازمانونو خبرداری

ملګرو ملتونو یو هدف ټاکلی چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې به په نړۍ کې هیڅوک له لوږې سره مخامخ نه سي. خو د خوراکي توکو د عرضې او تغذيې د ستونزې په اړه له اوسني راپور څخه دې نتيجې ته رسيږي چې دا کار د اوسني بهير سره نه سي تر سره کيداى.

ناامني، انارشي، وچکالي او د قحط ګواښ د نړۍ په تر ټولو نوي هيواد کي

دا راپور د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اف ای او )، د کرنې پراختیا نړیوال وجهي صندوق (ای اف ای ډي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف)، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پې) او د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو ایچ او ) له خوا چمتو سوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له همدې امله «په ټوله نړۍ کې د نورو او بیړنیو هڅو» غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب :افغانستان کې سخته لوږه، شمېر تر ۱۵ میلیونو واوښت

د نوي راپور په سریزه کې چې اوس د پنځو سازمانونو مشرانو لیکلی ممکن تر ۲۰۲۳م کاله پورې به د لوږې له امله د مړو سوو کسانو شمیر ۶۰۰ میلیون ته ورسیږي. همدارنګه د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې تېر کال ۲،۴ میلیارده کسان؛ د نړۍ نږدې ۳۰ سلنه نفوس خوراکي توکو ته دایمي لاسرسی نه لري.

زموږ له آرشیف څخه:

سربیره پردې، راپور ورکړل سوی چې په ۲۰۲۱م کال کې ۳.۱ ميلیارد خلک (د نړۍ ۴۲ سلنه نفوس) نسوای کولی چې صحي خواړه وخوري.

na/pa (dpa)