1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ملګرو ملتونو کې د اتو هیوادونو د رای ورکونې حق ځنډول شوی

۱۴۰۰ دی ۲۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي دي چې په مجموعي ډول ۱۱ هیوادونه د خپلو پورونو ورکولو په برخه کې ناکامه پاتې شوي دي. د ایران په ګډون د اتو هیوادونو د رای ورکونې حق ځنډول شوی دی.

https://p.dw.com/p/45Sr8
USA | 67. Generalversammlung der Vereinten Nationen
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتونو سر منشي د دغه سازمان عمومي غونډې ته په لیږل شوي یوه لیک کې ویلي دي چې ایران، وینزیویلا او سوډان د ملګرو ملتونو د پورونو د نه ادا کولو له امله خپل د رای ورکولو حق له لاسه ورکړی دی. ایران ویلي دي چې د امریکا د بندیزونو له کبله یې بودیجه کمه شوې ده.

انتونیو ګوتیرش ویلي دي چې په مجموعي ډول یولس هیوادونه د خپلو پورونو د ادا کولو په برخه کې پاتې راغلي دي. له دې ډلې اتو یې په ملګرو ملتونو سازمان کې خپل د رای ورکونې حق له لاسه ورکړی دی. په دې کې ایران، وینزویلا، سوډان، انټیګوا، باربودا، کانګو، ګانا، پاپوا نیوګني او ونواتو هیوادونه شامل دي.

ولې دغو هیوادونو د رای ورکونې حق له لاسه ورکړ؟

د ملګرو ملتونو سازمان د منشور له مخې که د یوه غړي هیواد پاتې پورونه، په تیرو دوو کلونو کې له ادا کړل شوو پیسو سره برابر او یا هم ترې زیات شي، نو هغه خپل د رای ورکونې حق له لاسه ورکوي.

خو که «غړی هیواد د وضعیت د کنترول وتلو» له امله پورونه نه شي ادا کولی، عمومي غونډه دغه هیواد ته د رای ورکونې اجازه ورکولی شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې د ۲۰۲۲م کال له پاره د کومورو جزائر، ساوتوم، پرنسپي او سومالیه پر دغو شرایطو برابر ول.

ایران د خپل رای ورکونې حق د بیرته ترلاسه کولو له پاره باید تر ۱۸ میلیونه ډالرو ډېري پيسې ادا کړي. تیر کال هم ایران د پورونو د نه ادا کولو له امله خپل د رای ورکونې حق له لاسه ورکړی وو.

USA | Vor der Generaldebatte der UN-Vollversammlung
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې د تالار انځورانځور: Manuel Elias/UN/dpa/picture alliance

وینزویلا باید ۴۰ میلیونه ډالره، په داسې حال کې چې سوډان بیا باید ۳۰۰ زره ډالره پور ادا کړي. نور پنځه هیوادونه باید خپل د رای ورکونې حق د بیرته ترلاسه کولو له پاره هر یو یې نږدې ۷۵ زره ډالره ادا کړي.

پر امریکا د ایران غوسه

ایران د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې هم د پور د نه ادا کولو له کبله په ملګرو ملتونو کې خپل د رای ورکونې حق له لاسه ورکړی و. ایران ویلي ول چې د امریکا د بندیزونو له امله دغه هیواد د ډیرې کمې کچې پور هم نه شي ادا کولی.

تر څو میاشتنیو خبرو اترو وروسته ایران ته مستثنا کړای شو، د امریکا له خوا بند کړای شوو پيسو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شوه او په جون میاشت کې د امنیت شورا د نوو غړو د انتخابولو تر وخته پورې د ایران د رای ورکونې حق بیرته ورکړل شوی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې ایران په بشپړ ډول د خپل غړيتوب د پيسو ادا کولو پر ژمنې ولاړ دی، خو «د امریکا د ظالمانه او غیر قانوني بندیزونو له امله» دغه پیسې نه شې ادا کولی.

په دسمبر مياشت کې د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوې عملیاتي بودیجه شاوخوا ۳ میلیارده ډالره ده. د سوله ساتو عملیاتو بودیجه له دې څخه جلا ده چې د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې شپږ نیم میلیارده ډالره تصویب شوې وه.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز