1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

د طالبانو له خوا په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د نجونو پر حضور د بندیز لګولو پریکړې نړیوالې اندېښنې راپارولي دي. دا د ښځو د آزادۍ او حقونو محدودولو په اړه د طالبانو تر ټولو تازه فرمان دی.

https://p.dw.com/p/4LGb7
Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
انځور: Majid Saeedi/Getty Images

طالبانو د سه شنبې په ورځ د یوه مکتوب په خپرولو سره اعلان وکړ چې تر راتلونکي امر پورې نجونې نه شي کولی په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې حضور پیدا کړي او زده کړې وکړي. سربیره پر دې هم په سلګونو ښځو محصلینو د چهارشنبې په ورځ غوښتل چې پوهنتونونو ته ننوځي، خو د طالبانو له خوا یي مخه نیول شوې ده.

دغې ډلې مخکې تر دې هغه نجوني له ښوونځيو منع کړي چې تر شپږم پورته ټولګيو کې وې، د ښځو پر کار یي شدید محدودیت لګولی او بې له شرعي محرم څخه یي د ښځو سفر منع کړی دی. ښځې پارکونو او ورزشي تالارونو ته هم د تګ اجازه نه لري.

د افغان نجونو د ښوونځیو نامعلوم برخلیک

دغه پریکړه د طالبانو له غونډې وروسته اعلان شوې ده. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي دولتي او شخصي پوهنتونونو ته په یوه مکتوب کې ویلي دي چې دغه ممنوعیت دې ژر تر ژره عملي کړي او تر عملي کولو وروسته دې دوی ته اطلاع ورکړي.

نړیوال غبرګونونه

دغه پریکړه به د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د په رسمیت پيژندل کیدو هڅې اغېزمنې کړي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له بشري بحران سره لاس او ګریوان دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو د دې پریکړې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. په هغه اعلامیه کې چې د ګوتېرش د ویاند د دفتر له خوا خپره شوې ده راغلي دي: «د ملګرو ملتونو عمومي منشي د طالبانو د هغې پریکړې په اړه رپوټونو چې پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو لاس رسي یې ځنډولی دی، په شدید ډول انديښمن کړی دی.» 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار کړی دی چې له تحصیل څخه محرومیت نه یوازې د ښځو او نجونو د برابرو حقونو نقضول دي، بلکې د هیواد پر راتلونکي به ویجاړوونکي اغیزې ولري. ګوتېرش له طالبانو غوښتي دي چې په هره کچه دې زده کړو ته د نجونو او ښځو لاس رسی تضمین کړي.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر هم غبرګون ښودلی دی. نوموړي د سه شنبې په ماښام په خپل تویتر کې لیکلي دي چې له پوهنتونونو څخه د نجونو د بندولو په اړه د طالبانو پریکړې په شدید ډول اندېښمن کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې طالبان په خپل دې اقدام سره د نړیوالې ټولنې له خوا له منل کیدو څخه لیري شوي دي.

له تحصیله بې برخې شوې نجونې له مجبوريته ودونه کوي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې رپوټ ورکوونکي ریچارد بنت، هم د طالبانو د دې پریکړې په اړه غبرګون ښودلی او د یوه ټویټ په خپرولو سره یي دغه پریکړه «یو پر شا تګ» بللی دی.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازې، روزا اوتنبایوا، هم د طالبانو د دې پریکړې په غبرګون کې ویلي دي: «دې پریکړې ډیر خواشینې کړم، دا موضوع د ښځو له پاره او همدارنګه په پراخه کچه د افغانستان له پاره زیان اړوونکې ده.» اوتنبایوا د طالبانو دا پریکړه «ویجاړونکې» بللې ده.

په ورته وخت کې یو شمیر طالب پلوه شخصیتونو هم له پوهنتونونو څخه د نجونو د منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت د پریکړې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه ښودلې دي. شفیع اعظم په خپل تویټر کې د خپل یوه دوست پيغام را نقل کړی دی چې ورته ویلي يې دي د امریکا حضور ستاسې صف تقویه کاوه، خو اوس مو د ابد له پاره د اسلامي نظام داعیه په ملت کې په ورکیدو ده.

همدارنګه د سیاسي چارو یوه بل طالب پلوه کارپوه نظر محمد مطمین بیا په خپل تویتر کې لیکلي دي چې دا ډول پریکړې زمونږ دښمنان زیاتوي او له ولس سره د فاصلې نیولو پای پر جګړو وي او ولس تل پر حکومت برلاسی وي.
آژآنسونه: ش.ن/ ن.ز