1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کي په میلیونونو کسان بې کوره کیدل تهدیدوي

۱۴۰۰ مرداد ۱۰, یکشنبه

په امریکا کي په میلیونونو انسانان د نن یکشنبې څخه د بې کوره کیدو د خطر سره مخامخ دي. د کرونا وبا په دلیل د هغوی د جبري نه ایستلو تدابیر تیره نیمه شپه پای ته ورسیدل.

https://p.dw.com/p/3yOUS
Coronavirus - USA
انځور: Jeff Chiu/dpa/picture alliance

په تیر جون میاشت کي د امریکا متحده ایالاتو د ستري محکمې د یوه حکم پراساس مګر دغه تدابیر کیدلای سي د دغه هیواد د کانګرس په موافقه تمدید سي. خو کانګرس ونسوای کولای، چي د دوبي د رخصتۍ تر شروع کیدو دمخه د دغو تدابیرو پر تمدید باندي یوې روغي جوړي ته سره ورسیږي.

دا هم پداسي حال کي ده، چي جمهوررییس، جوبایدن د تیري پنجشنبه په ورځ (د جولای میاشتي ۲۹ مه) د کانګرس څخه وغوښتل، چي دغه تدابیر تمدید کړي، خو نتیجه یې ورنکړه. خو مخکي تر دې چي کانګرس د اګست میاشتي په اخره کي د دوبي تر رخصتۍ وروسته په دې اړه یوه فیصله وکړه، جمهوري غوښتونکو په قاطعیت سره د ډیموکراټانو دا غوښتنه رد کړې، چي دغه تدابیر دي د اکتوبر تر نیمايي پوري تمدید کړي.

خو پخپله د ډیموکراټانو په منځ کي هم دا موضوع شخړه ایزه ده. راتلونکې اونۍ د امریکا سنا هم خپله د دوبي رخصتي شروع کوي.

Symbolbild | USA Obdachlosigkeit
انځور: Richard B. Levine/imago images

د امریکا د نمایندګانو د مجلس رییسي، نینسي پیلوسي پرون شنبه ماښام پخپل تویتر کي ولیکل: »دا چي د جبري ایستلو په مقابل کي د حفاظت تدابیر بلاک کیږي، دا «یو ډیر ظالمانه» عمل دی. اوس به نو کوچنیان او فامیلونه بې سرپناه او پر سړکونو باندي بیدیږي.«

د جبري تخلیه کیدو په مقابل کي د حفاظت دغه تدابیر د امریکا د صحت عامې وزارت د تیر کال سپټمبر په میاشت کي تر هغه وروسته اتخاذ کړل، کله چي د دنیا په دغه لوی اقتصادي قدرت مند هیواد کي د کرونا پانډمۍ په دلیل ۲۰ میلیونه انسانان بیکاره سول. چارواکي تشویش لري، چي د کرونا ویروس د لا شیوع په صورت کي به نور کسان هم بیکاره او ډیر نورهم بې کوره سي.

که څه هم پدې منځ کي بیکاري یو څه بیرته راکمه سوې ده، خو ډیر فامیلونه اوس هم نسي کولای خپله ټوله کرایه تادیه کړي. په دغه هیواد کي په کرونا د اخته کیدونکو کسانو تعداد هم بیرته مخ پرلوړیدو دی.

Bildergalerie Coronavirus & Obachlosigkeit | Miami, USA
انځور: Reuters/M. Bello

د کوره دجبري ایستل کیدو د تدابیرو د نه تمدید په مقابل کي د احتجاج په ډول د پارلمان وکیل، کوري بوش، چي پخپله هم یو وخت بې سرپناه ؤ، د خپلو دوو نورو وکیلانو، ایلهان عمر او اینا پرسلي سره یوځای د کانګرس په مخکي شپه تیره کړه.

کوري بوش پخپل تویتر کي لیکلي دي، چي «موږ کولای سو، د جبري بې کور کیدو څخه د حفاظت مقررات تمدید کړو، خو یو تعدا وکیلان په رخصتي کي دي.»

په همدې حال کي بیا پیلوسی د ایالتونو د ګورنرانو او ښاروالیو څخه غوښتي دي، چي د کانګرس لخوا د کرایې ورکولو سره د عاجل کومک تصویب سوی میلیاردي کمکي بسته سمدستي عملي او پیسې ورته حواله کړي، تر څو ډیري کورنۍ د جبري ایستلو څخه په امان سي.

د امریکا متحده ایالاتو د مالیې د وزارت په حواله تر تیر جون میاشتي پوري د کرایې سره د اضافه کومک پخاطر مجموعأ ۲۵ میلیارډه ډالره حواله سوي دي. د حکومت لخوا مګر په دغه منظور ۴۶ ملیارډه ډالره په نظر کي نیول سوي دي.