1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

د ال چاپو میرمن هم ونیول شوه

۱۳۹۹ اسفند ۵, سه‌شنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې پولیسو د مکسیکو د مخدره توکو د پخواني قاچاقبر خواکین «ال چاپو» ګُوزمن، میرمن نیولې ده. ایما کورونیل آیسپورو، د مخدره توکو د قاچاق له تورونو سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/3pjuc
Emma Coronel Aispuro
انځور: Seth Wenig/AP/picture alliance

دغه ۳۱ کلنه میرمن د واشنګټن په هوایي ډګر کې نیول شوې ده. پر کورونیل باندي چې د امريکا او مکسیکو تابعیت لري، تور دی چې امريکا ته د مخدره توکو لکه کوکاین، مېت آمفتامین، هیروینو او ماریونا په قاچاق کې ښکېله ده.

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ویلي دي چې دغي میرمن پر نورو کسانو سربیره په ۲۰۱۵م کال کې د مکسیکو له یوه زندانه د ګُوزن، په تېښته کې مرسته کړې ده. زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې هم له زندانه د هغه یوه تېښته پلان شوې وه.

USA Mexikanischer Drogenboss «El Chapo» muss lebenslang ins Gefängnis
ایما کورونیل آیسپورو، په ۲۰۱۹م کال کې په نیویارک کې د خپل خاوند د محاکمې استماعیه غونډې ته روانه دهانځور: Reuters/B. McDermid

ال چاپو، ۲۵کاله په مکسیکو کې د سینالوآ- کارتل یا باند مشر وو. اوس هغه د متحده ایالاتو په کلورادو، ایالت کې په یوه زندان کې بندي دی چې سخت امنیتي تدابیر پکې مراعاتیږي. د ۲۰۱۹م کال په جولای میاشت کې د نیویارک یوې محکمې هغه په عمري او نور اضافي ۳۰ کاله بند باندې محکوم کړ. هغه مهال د ال چاپو میرمن، په محکمه کې موجوده وه.

Mexiko - Drogenkrieg - Symbolbild - El Chapo
ال چاپو په ۲۰۱۵م کال کې په مکسیکو کې له یوه زندانه تیښتیدلی وو. اوس هغه په متحده ایالاتو کې په یوه زندان کې دی چې په عمري بند محکوم شوی.انځور: picture alliance/dpa/J. Mendez

محکمې ۶۳ کلن ال چاپو په ټولو مواردو کي گرم بللی وو. په دغو تورونو کې پر نورو سربیره په یوه جرمي سازمان کې ونډه لرل، د هیروینو تولید او په نړیوال کچه یې خپرول، د پیسو سپینول او نور موارد شامل ول.

زموږ له آرشیف څخه: