1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

امریکا له افغانستانه د ځواکونو رايستلو پريکړه سمه بللې

۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبه

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر له افغانستان څخه د ځواکونو رايستلو پریکړه سمه وبلله. هغه ويلي دي چي د ترهګرۍ خطر اوس نورو سیمو ته انتقال سوی او واشنګټن باید نورو چيلينجونو لکه چین او کرونا ته تمرکز وکړي.

https://p.dw.com/p/3sCo6
Belgien Brüssel | NATO Treffen der Außenminister - Antony Blinken
انځور: Virginia Mayo/AFP/Getty Images

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر، انتوني بلینکن دغه خبره پرون یکشنبه (۲۰۲۱م کال د اپریل ۱۸مه) له ABC ټلویزوني چینل سره په خبرو کي وکړه. هغه وويل چي امریکا متحده ایالات خپلو »پلان کړو« هدفونو ته رسیدلي دي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: «د القاعدې شبکه ډېره کمزورې سوې ده. هغه نور نه سي کولای چي له افغانستان څخه پر امریکا متحده ایالاتو باندي برید وکړي.»

امریکا متحده ایالات او ناټو متحدین یې د راتلونکي می میاشتي له اولي نېټې څخه د خپلو قواو په راوتلو باندي شروع کوي او پسله ۲۰ کلونو څخه هلته خپل دوامداره ماموریت پای ته رسوي.

Belgien Brüssel | NATO Treffen der Außenminister - Antony Blinken
انځور: Olivier Hoslet/AFP/Getty Images

په افغانستان کي اوس د ناټو تقریبأ ۹۶۰۰ او ۲۵۰۰ امریکايي عسکر مستقر دي. د جمهورریس جو بایدن په حواله امریکايي عسکر باید تر شلو کلونو ماموریت وروسته د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱نېټې پوري له افغانستان څخه راووزي.

د پام وړده چي امریکا متحده ایالات او متحدین یې هیڅ وخت پر طالبانو باندي برلاسي نه سول. پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ پروسږکال له طالبانو سره یو تړون لاسليک کړ چي پر اساس یې باید د همدې اپریل میاشتي تر اخره پوری له افغانستان څخه ټوله امریکايي قواوي وتلي وای.