1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي په ۲ میاشتو کي خپل ځواکونه د افغانستانه وباسي

۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت غواړي د راتلونکي اګست میاشتي تر پایه پوري خپل ټول ځواکونه د افغانستان څخه وباسي. هغوی پرون په بګرام کي خپله تر ټولو لویه اډه تخلیه کړه.

https://p.dw.com/p/3vyNK
Afghanistan | US Air Force Basis in Bagram
انځور: Josh Smith/REUTERS

دغه خبره د سپیني ماڼۍ ویاند، جان پساکي پرون جمعه «د جولای میاشتي دوهمه) په واشنګټن کي وکړه. د امریکا د حکومت په حواله هغوی د بګرام نظامي اډه افغان هوايي ځواکونو ته تسلیم کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس، جوبایدن اعلان کړی دی چي د طالبانو سره د سولي د تړون د یوې برخي په حیث اخري د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱ پوري خپلي ټولي قواوي د افغانستان څخه باسي. خو دا هم ویل کیده، چي کیدلای سي هغوی د امریکا د استقلال تر ورځي، یعني د جولای تر څلورمي پوري ووځي.

Afghanistan | US Air Force Basis in Bagram
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په همدې حال کي د دې بیره موجوده ده، چي د خارجي قواوو تر وتلو وروسته به طالبان بیرته د قدرت اخیستلو کوښښ وکړي. هغوی د اونیو راهیسي د پرمختګ په حال کي دي. په ټول هیواد کي جنګونه او نښتي مخ پر ډيریدو دي.