د جوبایدن څخه د نړی انتظارات
۱۳۹۹ بهمن ۲, پنجشنبهد امریکا نوي جمهور ریس جوبایدن خپل د لوړي مراسمو په وینا کي وویل، چي «موږ بیرته نړۍ ته مراجعه کوو.» هغه همدارنګه وویل، چي «د امریکا متحده ایالات به د امنیت او سولي په لار کي یو قوي ملګری وي.» د نړی د مختلفو هیوادونو مشرانو هم د هغه له راتګ څخه د زړه له کومي هرکلی کړی دی.
د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل د خپل ویاند پواسطه د تویتر د لاري ویلي دي، «نن ورځ د امریکا د دیموکراسۍ د بیرته راژوندي کیدو جشن دی.» هغې همدارنګه د «امریکا ـ جرمني د دوستۍ او ګډ کار د یوه نوي فصل څخه» خوشالي څرګنده کړه.
د المان جمهورریس، فرانک والټر شټاینمایر هم په یوه ویدیويي پیغام کي ویلي، چي د «بایدن راتګ د دې امیدوارۍ سره تړلې، چي بین المللي ټولنه به په اینده کي بیرته سره نژدې او په ښه ډول سره ګډ کار وکړي، تر څو زموږ د عصر لوی مشکلات حل کړي.»
د اروپايي ټولني د شورأ رییس، چارلس میشل بیا ویلي، «اوس د دې وخت رارسیدلی دی، چي د انساني تعقل څخه بیرته کار واخیستل سي او د اروپايي ټولني او امریکا متحده ایالاتو روابط د سره نوي کړو.»
د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبرګ جوبایدن ته په یوه خط کي لیکلي دي، چي «د اتلانتیک د دواړو غاړو هیوادونو ترمنځ یو نوی فصل شروع کیږي.» په خبره یې «زموږ د دموکراسۍ، ارزښتونو او بین المللي نظم د ساتني په لار کي د امریکا د متحده ایالاتو درهبرۍ رول ډیر مهم او لازمي دی.»
د امریکا اسیايي متحد هیواد، جاپان هم د امریکا متحده ایالاتو سره د راتلونګي ګډ کار څخه خوشالي ښکاره کړې ده: د دغه هیواد صدراعظم، یوشي هاید شیوګا، جوبایدن او د هغه مرستیالي، کامیلا هاریس ته مبارکي ویلې او په تویتر کي یې لیکلي، «خوشاله یو، چي د هغه او ټیم سره یې ګډ کار کوو، تر څو زموږ اتحاد تقویه او د بحر هند او بحر اوقیانوس تر منځ ازاد او پرانیستي مناسبات تحقق پیدا کړي.» ښایي هم په راتلونکي میاشت کي لا شیوګا امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي او د بایدن سره وګوري.
د بریتانیا صدراعظم، بوریس جانسن هم د هغه په خبره د بایدن سره ګډ کار ته خوشاله دی. په خبره یې دا مهمه ده، چي بریتانیا د امریکا متحده ایالاتو سره ښه مناسبات ولري. هغه هیله مندي ښکاره کړه، چي بایدن به هم همدغه ډول نظر ولري او د اتلانتیک د دواړو غاړو هیوادونو اتحاد به تقویه کړي. په خبره یې د بایدن سره د خبرو نور مهم موضوعات د کرونا وبا او اقلیمي تغیر دی.
د فرانسې جمهورریس، ایمانوییل ماکرون د تویتر له لاري جوبایدن ته ښه بریالیتوبونه غوښتي او د بایدن د دې اعلان څخه یې هرکلی کړی، چي د پاریس د اقلیمي تړون سره به بیرته یوځای سي.