1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا هندۍ بڼه «خطرناکه» ده

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله داسي شواهد موجود دي چي د کرونا هندۍ بڼه ډيره ساري او احتمالاً د واکسین په مقابل کي هم مقاومت لري. د هند په نیمه قاره کي اوس تر ټولو ډیر کسان په کرونا اخته او ورڅخه مړه کیږي.

https://p.dw.com/p/3tG7E
Indien Ahmedabad | Coronavirus, Begräbnisse
انځور: Amit Dave/REUTERS

د روغتيا نړيوال سازمان د (B.1.617 ) په مشخصې سره د کرونا دغه بڼه چي په اول وار په هندوستان کي پیدا سوې ده، د ټولي نړۍ له پاره د اندېښنې وړ درجه بندي کړې ده.

د دغه جهاني سازمان کارپوهه، ماریا فان کرکهوف وايي: «داسي معلومات په لاس کي سته چي ددغه ویروس ډیر زیات سرایت ښکاره کوي.» دې وویل مګر په دې ارتباط باید ډیر تحقیاقات وسي.

فان کرکهوف همدارنګه ویلي: »د لمړنیو تحقیقاتو نتایج ښکاره کوي چي د انسان ایمنی سیسټم احتمالاً د دغه هندي ډول ویروس په مقابل کي بل ډول عکس العمل ښکاره کوي.« خو په خبره یې تراوسه پوري داسي هیڅ شواهد نه سته چي دارو او یا واکسین دي د هغه په مقابل کي اغېزمن واقع نسي.

Schweiz Genf | Maria van Kerkhove, WHO
د جهاني صحي سازمان کارپوهه،ماریا فان کرکهوفانځور: picture-alliance/dpa/Keystone/F. Coffrini

د روغتيا نړيوال سازمان، کرونا ویروس پر دوو برخو ویشلی دی: تر نظر لاندي او تشویش رامنځته کوونکي ویروسونه.

دوهم ګروپ ویروسونه ډیر ساري او په مقابل کي يې مبارزه سخته ده. په هغه د اخته کیدو په صورت کي مریضي هم پر سړي باندي سخته تیریږي.

دغه سازمان تر اوسه پوري د کرونا ويروس په نويو بڼو کي د برازیل، بریتانيا او جنوبي افریقا ډولونه شامل کړي دي.

په اوس وخت کي په هندوستان کي په سلونه زره کسان په کرونا اخته کیږي چي د کرونا وبا د شروع څخه تر اوسه پوري تقریبأ ۲۲،۶ ميلیونه انسانان په اخته سوي دي. ددغه هیواد صحي سیسټم کاملاً له کاره لویدلی او په اصطلاح ستړی سوی دی.

په روغتونو کي د اکسیجن د کمبود له کبله تل د خلګو د مړه کیدو خبرونه ورکول کیږي. په دې منځ کي د جرمني په گډون ځینو هیوادونو له هندوستان سره د صحي سامان الاتو او پرسونل کومکونه شروع کړي دي.