1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ته د ویزې ترلاسه کولو چانس بيا برابر سوی

۱۳۹۹ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د هغو هیوادونو اتباع چې امریکا ته یي د داخلیدو غوښتنه رد شوې وه، کولی شي یو وار بیا د ویزې غوښتنه وکړي. په دې ډله کې ۱۳ مسلمان هیوادونه شامل دي چې ترمپ یې اتباعو ته د ویزې ورکړه منع کړې وه.

https://p.dw.com/p/3qNex
Symbolbild I US-Visum
انځور: picture-alliance/C. Ohde

د ۱۳ مسلمانو او افریقایي هیوادونو اتباع چې د دونالد ترمپ حکومت د ویزې د ورکړي منع په دلیل یې غوښتنه رد شوې وه، کولی شي یو وار بیا د ویزې ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

دا اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وکړ. د امریکا ولسمشر جو بایدن د جنورۍ پر ۲۰ نیټه پخپله لومړۍ کاري ورځ عمدتاً مسلمانو هیوادونو ته د ویزې ورکړې د منع قانون چې د ترمپ له خوا لاسلیک شوی وو لغوه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پاریس وویل، د دغو هیوادونو اتباع چې غوښتنلیکونه یي د جنورۍ تر ۲۰ نیټې رد شوي دي، کولی شي یو وار بیا د ویزې غوښتنه وکړي، خو د ویزې قیمت باید یو وار بیا ادا کړي.

همدارنګه هغه کسان چې د ویزي غوښتنه یي د جنورۍ په ۲۰ او یا وروسته تر هغې رد شوی وي، کولی شي یو وار بیا د خپلې غوښتنې د ارزونې تقاضا وکړي او اړينه نه ده چې دوباره د ویزې بیه یا قیمت ادا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو کسانو په هکله چې د ګرین کارت په لاترۍ کې یې ګډون کړی دی او تر اوسه پورې یې ویزه نه ده ترلاسه کړې ویلي دي چې هغوې ته به د امریکا ویزه ورکړل شي.

ترمپ د لاتري ویزې هم معلق کړې وې. دا ډول ویزه زیاتره د هغو کسانو له پاره ده چې په عادي حالاتو کې نه شي توانیدلې د امریکا ویزه ترلاسه کړي.

د ۲۰۱۷م کال له دسمبر وروسته امریکا ته د سفر د منع تغیر شوې نسخه د دغه هیواد د سترې محکمې له خوا تايید شوه، شاوخوا ۴۰ زره کسان دغه هیواد ته د ورتګ څخه منع شول.

د هغو هیوادنو شمیر چې اتباع یې تر دې قانون لاندې راتلل څو وار لږ او ډیر شول او په پای کې د ایران، میانمار، اریتریا، قزاقستان، لیبیا، نیجیریا، شمالي کوریا، سومالیا، سوډان، سوریه، تانزانیا، ونزویلا او یمن اتباع امریکا ته له داخلیدو منع شول.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز