1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن: که پوتین پر اوکراین برید وکړي بندیز به پرې ولګول شي

۱۴۰۰ بهمن ۶, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایدن اعلان کړی دی چې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې به پر پوتین بندیزونه ولګوي. بایدن ویلي دي چې دا حمله به تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی یرغل وي او نړۍ ته به بدلون ورکړي.

https://p.dw.com/p/465Q7
USA | Präsident Joe Biden
انځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایدن د سه شنبې (د جنورۍ میاشتې ۲۵ نېټه) ورځې تر غرمې وروسته په واشنګټن کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې کیدای شي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې ملا ماتوونکي بندیزونه ولګول شي.

بایډن په دې اړه ډېر توضیحات ورنه کړل، خو یو وار بیا یي روسیه د دې برید په «شدیدو عواقبو» او «اقتصادي بندیزونو» وګواښله. نوموړي زیاته کړه چې په پای کې د اوکراین په اړه هر څه د پوتین په پریکړې پورې اړه لري.

د اوکراین پولې ته نږدې په پراخه پيمانه د روسي عسکرو ځای پر ځای کیدلو سره په لوېدیځ کې دا انديښنې رامنځته شوي دي چې کرملین پر خپل ګاونډي هیواد د برید په پلانولو اخته دی.

سره له دې یو شمیر څارونکي په دې باور دي چې کیدای شي د دې مسلې هدف د ناټو هیوادونو قانع کول وي چې روسیې ته د نوو امنیتي تضمینونو په خاطر امتیازات ورکړي.

د اوکراین کړکیج: ۸۵۰۰ امریکایي عسکر د تیارسۍ په حالت کې دي

روسیې پر اوکراین د هر ډول برید پلان درلودل رد کړي دي او له ناټو سره د بل هر ختیځ اروپایي هیواد د یوځای کیدو په مقابل کې مقاومت کوي. مسکو د داسې یو تضمین غوښتنه کوي چې کیف به هیڅکله هم د ناټو په تړون کې نه شاملیږي.

"تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی برید"

باید وویل چې د اوکراین پولې ته نږدې په دومره لوړ شمیر کې د روسیې ځواکونو موجودیت کیدای شي تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا تر ټولو لوی برید وي. د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې دا ډول یو اقدام به نړۍ ته تغیر ورکړي.

د رپوټونو په حواله روسیې له اوکراین سره د خپلې پولې په اوږدو کې شاوخوا ۱۰۰ زره عسکر ځای پر ځای کړي دي.

د روسیې تر دې اقدام وروسته امریکا هم خپل ۸۵۰۰ سرتیري د تیارسۍ حالت ته راوستلي دي. دغه ځواکونه د ولسمشر جو بایدن په امر او د دفاع وزیر لوید آستین په سپارښتنه د اماده باش یا تیارسۍ په حالت کې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز