1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران، عراق، سوريه او لبنان کي د اوبو کمبود

۱۴۰۰ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

د اوبو د کمبود سره ټول منځني ختیځ مخامخ دی. د ایران د خوزستان څخه نیولې بیا ترعراق، سوریې، لبنان او مصر پوري ټول د دغه مشکل سره لاس او ګریوان دي. د بارانو د لږ اورېدو ترڅنګ داخلي او خارجي سیاستونه هم په هغه کي دخیل دي.

https://p.dw.com/p/3yUBx
Iran Wasserknappheit
انځور: Isna

په منځني ختیځ کي د ګرمي سختو څپو د اوبو کمبود ته هم لمن وهلې ده.  د اونیو راهیسي په ایران، عراق او د عربستان په نیمه جزیره کي د حرارت درجه د سانتي ګراد ۵۳ ته رسیدلې او یوازي د شپې د خوا لږ راکښته کیږي، خو ډیر لږ وخت تر ۳۰ درجو کښته کیږي.

د اوبو پمپونو د سټیشنونو د برق قطع کیدل او لږ باران اوریدل په تیرو میاشتو کي د سیمي خلګو ته د اوبو رسول مشکل کړي دي.

په منځني ختیځ کي د هوا تودېدل او د اوبو د کمبود پرسر کشمکشونه هغه موضوع ده، چي المانۍ مجلې «ټاګس شپیکل» د توماس زایبرت په قلم ورباندي بحث کړی دی.

لیکوال په خپل رپوټ کي لمړی د ایران په خوزستان کي د اوبو د کمبود په مقابل کي د خلګو وروستیو احتجاجونو ته کتنه کړې ده، داسي اعتراضونه چي د ۲۴ ساعتونو په تیریدو سره د ایران تبریز، تهران، کرج، کرمانشاه، اصفهان او ایوان ته هم ورسیدل.

«ټاګس شپیکل» د بشر د حقوقو د فعالینو د رپوټونو په حواله د دغو اعتراضونو قربانیان لس تنه ښوولي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي په خوزستان کي د اوبو د کمبود اوسنی مشکل پر وچکالۍ او د امریکا پر تحریمونو باندي وراچوي. خو اعتراض کونکي بیا وايي، چي دوی د همدغو چارواکو د اوبو د منابعو د غلط مدیریت قرباني دي.

Syrien Hasakah Wasserknappheit
انځور: Delil Souleiman/AFP /Getty Images

د بندونو پر سر د ترکیې او عراق جنجال

د ایران په همسایه توب عراق کي هم د اونیو راهیسي اعتراضونه تر سره کیږي. په بغداد او بصره کي د برق د دوامداره قطع کیدو پرضد اعتراضونه ادمه لري. که څه هم عراق یو حاصلخیزه نفتي هیواد دی، خو په ۲۰۰۳ م کال کي پر دغه هیواد باندي د امریکا په رهبرۍ ایتلاف تر حملې وروسته يې ونسوای کولای د برق، اوبو رسولو او نورو زیربنايي پروژو په جوړولو کي اساسي کارونه تر سره کړي او په دې ډګر کي مستقل سي.

د عراق په همسایه توب کي پروت ترکیه کي د اورښتونو کمبود هم مشکلات رامنځته کړي دي. د دجله او فرات رودونه چي د ترکيې د غرونو څخه سرچینه اخلي او په عراق کي ملیونو خلګو ته اوبه ورکوي، د نورو کلونو په نسبت لږ اوبه لري.

عراق ترکیه د دغو اوبو په بندولو تورنوي، خو ترکیه بیا دغه ادعا ردوي. 

د بلي خوا بیا عراق د ایران د وارداتي انرژۍ ۴ ملیارډه ډالره نه دي ورکړي، چي په مقابل کي يې ایران ورباندي د انرژۍ صادرت بند کړل.

Tunesien | Wasserknappheit | Klimawandel
انځور: DW/H. Dallaly

په لبنان کي د اوبو د تهیې مشکل

لبنان هم د اوبو رسولو د مشکل سره مخامخ دی. دغه هیواد هم چي د وارداتي انرژۍ د پيسو تادیه کولو سره مشکل لري، په تیرو هفتو کي د برق د دوو دستګاوو خارجیدو ته مجبوره سو، چي هغه بیا پخپل وار سره د برق د کمبود سبب سو.

د برق او مالي منابعو کمبود د دې سبب سوي دي، چي په لبنان کي کورونو ته لږ برق ورسیږي.

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو سره د کومک سازمان، یونیسف خبرداری ورکړی دی، چي په راتلونکو شپږو اونیو کي امکان لري لبنان د اوبو د سخت مشکل سره مخامخ سي. لبنان پر دې سربیره د ځنګلونو د سوځلو د مشکل سره هم لاس او ګریوان دی.

Syrien Hasakah Wasserknappheit
انځور: Delil Souleiman/AFP /Getty Images

په سوریه کي د اوبو سخت کمبود

د سوریې په شمال شرق کي هم د اوبو پر سر جنجالونه دي. ملګرو ملتونو په دې اواخرو کي د ترکیې د سرحد سره د سوریې د «آلوک» ښار د چښلو د اوبو د ذخیرې د ختمیدو او خلګو ته د اوبو نه رسولو د خطر څخه خبره کړې ده. 

دغي ذخیرې ته د مځکي څخه په طبیعي ډول اوبه راځي او هغه بیا ټولو انسانانو ته رسیږي. د یونیسف په حواله که دغه اوبه قطع سي، یوملیون انسانانو ته به اوبه ونه رسیږي.

Sudan Symbolbild Wirtschaftskrise
انځور: Ashraf Shazly/AFP

د نیل پر اوبو باندي د مصر، ایتوپیا او سوډان جنجال

د هغه لوی بند د جوړولو راهیسي چي ایتوپیا د نیل پر رود باندي جوړ کړی دی، مصر او سوډان همیشه د اوبو د کمبود څخه شکایت کوي.

دغه بند چي د ۷۴ ملیارده متر مکعب اوبو ظرفیت لري، ایتوپیا د برق تولیدولو یوې لويي دستګاه پخاطر جوړ کړی دی.

خو د مصر هم ۱۰۰ ملیونه نفوس په دغو اوبو پوري مربوط دی. سوډان هم بیره لري، چي د نیل د اوبو کمبود به د هغوی د برق تولیدولو د اوبو دستګاوي فلج کړي.

دغه دواړه هیوادونه ایتوپیا د هغوی ملي مصالحو ته په نه پاملرني باندي تورنوي. د دغه مشکل پر سر د دغو درو هیوادونو خبرو تر اوسه پوري کومه نتیجه نده ورکړې. که د دغو هیوادو د اوبو مشکل حل نسي، تر منځ یې د یوه جنګ د شروع کیدو خطر د امکان څخه لیري ندی.