1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وخت مخکي بلوغت ته د انجونو رسېدل ولي زيات شوي؟

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

د کرونا پاندمي د پېل راهيسي په ماشومانو کي په غير عادي توګه د چټک بالغېدلو پيښي زياتي شوي دي. دغه تغير ولي رامنځته شوی دی؟

https://p.dw.com/p/4KBsY
Symbolbild I Mobbing
انځور: U. Grabowsky/photothek/picture alliance

د غدو او ميټابوليزم تخصصي يا «ايندوکرينولوژۍ» روغتونونو د کوويد ۱۹ ويروس له کبله د کرونا پاندمي له پېلېدو څخه لږ وخت وروسته يوه نوې پدېده مشاهده کړه. هغه دا چي مخ په زياتېدونکې توګه په ماشومو انجونو کي وخت تر مخه بلوغت ته د رسېدني پيښي زياتي شوې. په انجونو کي د له وخت مخکي بلوغت خبره هغه وخت کيږي کله چي په انجونو کي د ۷ يا ۸ کالو عمر ته رسېدو مخکي لا د بلوغت نخښي راڅرګندي شي.

اوسطا او عموما انجوني د ۸ او ۱۳ کلنۍ تر منځ بلوغت ته رسيږي. خو ډاکټر هغه وخت له وخت مخکي بلوغت څخه خبري کوي، که انجوني مخکي له مخکي لا د بلوغت آثار څرګند کړي. د کرونا پانډمي د مخکني کال کې په ټوله نړۍ کي د ۵ زرو او ۱۰ زرو تر منځ دا ډول غير عادي پيښي ثبتېدلې.

خو د کرونا پاندي له پېلېدو راهيسي مخ په ډېرېدونکې توګه دا ډول پيښي هر چيري مخ په زياتېدو دي. په ايټاليا کي د ايندوکرينولوژۍ يو کلينيک داسي شمېرې وړاندي کې چي ښيي په ۲۰۱۹ کال دغه کلينيک کي ۱۱۸ وخت مخکي بلوغت پيښي ثبت شوي وې. خو په ۲۰۲۰ کال دغه ثبت شوو پيښو شمېر ۲۴۶ او په دې توګه ۱۰۸ فيصده جګ شو. د ايټاليې يو بل کلينيک راپور ورکړی چي له کرونا مخکي درو کالونو کي يې ۶۴ د مخکي وخت بلوغت پيښي ثبت کړي وې خو د کرونا پاندمي په جريان کي دغه شمېر ۹۰ ته جګ شو.

د ځوانو پاکستاني نجونو د قاچاق په تور پاکستانيان او چينايان نیول شوي

د ترکيې د يو کلينيک ډاکټرانو ويلي دي چي د پاندمۍ پر وخت د هغو ماشومانو شمېر دوه چنده زيات شو چي له وخت مخکي به بلوغت ته رسېدل. دغه کلينک ويلي دي چي د کرونا پاندمۍ مخکي کالونو کي به يې په کال کي اوسطا ۲۰ يادي پيښي ثبتولې خو د ۲۰۲۰ کال د مارچ څخه بيا د ۲۰۲۱ کال تر اپريل مياشتي پوري يې دا ډول ۵۸ پيښي ثبت کړې.

د هند د يو روغتون ډاکټرانو راپور ورکړی دی چي د وخت مخکي بلوغت ته رسېدونکو ثبت شوو انجونو کلنی اوسط شمېر له ۵۴ څخه په پاندمي کي و ۱۴۶ ته جګ شوی دی. په شانګهای کي بيا تحقيق کوونکو د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کالونو تر منځ په کال کي اوسطا ۱۰۶ پيښي ثبتولې خو وايي چي په ۲۰۲۰ کال دغه شمېر ۳۷۲ انجونو ته جګ شو.

په لا کم عمر د ښځينه مياشتني عادت راڅرګندېدل

ډاکټران له لسيزو راهيسي لا په دې پديدې آګاه دي چي د شلمي پېړۍ له پېل راهيسي په تدريجي توګه په لا کم عمر انجونو کې مياشتنی عادت راڅرګنديږي. په داسي حال کي چي د نولسمي عيسوي پېړۍ په منځ کي اوسطا د ۱۶ کالونو په عمر انجونو ته مياشتنی عادت پېلېدل شروع کېدی، په ۱۹۸۰ لسيزه کي ياد اوسط عمر ۱۳ ته راکم شو. د هغه راهيسي په نړيواله توګه و انجونو ته د مياشتني عادت د پېلېدو عمر اوسطا د ۱۲ او ۱۳ کالونو تر منځ پاته شوی دی.

نجوني د وزن په اړه فکر کوي، خو هلکان باید وزن کم کړي

يو د پام وړ تحقيق ښيي چي په انجونو کي د سينې حجرې د لومړي مياشتني عادت د پېلېدو څخه تقريبا دوه کاله مخکي جوړېدل پيليږي او همدغه د بلوغت پېل ګڼل کيږي. خو په ۲۰۰۹ کال د تر سره شوي يو پراخ ډنمارکي تحقيق د راپور له مخي د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۶ کالونو تر منځ په انجونو کي د سينې د حجرو د جوړېدو د پېل په اوسط عمر کي د يو کال کمښت رامنځته شو. د دغه راپور ليکونکي وايي چي ښايي دا پر دې دلالت کوي چي د پخوا په پرتله د بلوغت پېل يو کال مخکي رامنځته کيږي.

په اکثرو انجونو کي د بلوغت پېل د ۸ او ۱۳ کالو عمر تر منځ کيږي
په اکثرو انجونو کي د بلوغت پېل د ۸ او ۱۳ کالو عمر تر منځ کيږيانځور: Colourbox

د وختي بلوغت لاملونه څه دي؟

د کويد پاندمي وړاندي د مخکي وخت څخه بلوغت په هکله تحقيق کوونکو درې مفروضې وړاندي کړي وې: چاقوالۍ، ذهني فشار او زهرجن کيمياوي مواد. دغو مفروضو په ځانګړو چاپيريالونو کي د بلوغت د سن کمېدو پديده تشريح کړېده خو له يادو مفروضو څخه يوه هم د دې جوګه نه ده چي په کلي توګه د وخت مخکي بلوغت پديده تشريح کړلای شي.

محقيقينو په پاندمي کي په انجونو کي د وخت مخکي بلوغت پديدې د زياتېدو عمومي لامل د ذهني فشارونو زياتېدل اټکل کړي دي او نه په کرونا ويروس د اخته کېدو پايلې يا د وزن زياتوالی.

زياتو تحقيقونو روښانه کړېده چي په هغو انجونو کي د وخت مخکي بلوغت پديده زياته وي چي د خپلو هم عمرو انجونو او نورمل يا عادي وزن په پرتله يې وزنونه زیات وي. په دغو کي په چين کي د ۱۷ زرو ماشومانو روغتيايي ارزونه کوونکی هغه تحقيق هم شامل دی چي ويې موندل چي له وخت مخکي بلوغت ته رسېدونکي ۴۰ فيصده هلکان او ۳۰ فيصده انجوني تر عادي يا نورمال وزن زيات وزن لرونکي وې. په «فرنټيرز» کي د يو خپور شوي تحقيق پايلي چي پر لسو نورو څېړنو اتکا کوي، وايي چي هغه ماشومان چي وزن يې غيرعادي زيات وي په هغوی کي د وخت مخکي بلوغت رامنځته کېدلو چانسونه ډېر زيات وي.

بوکو حرام تښتولي نجوني په زوره واده کړي دي

خو ټول هغه ماشومان چاغ  نه دي چي وخت مخکي بلوغت ته رسيږي. د مثال په توګه د ترکيې د يو روغتون له خوا د وخت مخکي بلوغت په ۵۸ ثبت شوو پيښو کي صرف ۹ يې داسي وې چي پکښي د ماشومانو وزنونه غيرعادي زيات ول. د دغې څېړني محقق ليکلي دي د تازه تر سره شوي څېړني پايلو دا نه ده ښودلې چي د پاندمي مخکي وخت په پرتله دي د وخت مخکي بلوغت ته رسېدونکو ماشومانو د (BMI) يا د وزن پرتلنې په څرنګوالي کي فرق راغلی وي.

ياد تحقيق اټکل کړی دی چي د کرونا پاندمي پر وخت د ديجيتل وسايلو استعمال زياتېدلو، د خوب د وخت تغير، د لاک ډاون له کبله رامنځته شوو رواني لاملونو لکه ذهني فشار او د کورنيو د غړو په کرونا اخته کېدنې او بيا قرنطېن کېدني د وخت مخکي بلوغت پدېده چټکه او زياته کړې وي.

تحقيقونو ښودلې چي د پاندمي د پېل راهيسي د وخت مخکي بلوغت پيښي زياتي شوي دي
تحقيقونو ښودلې چي د پاندمي د پېل راهيسي د وخت مخکي بلوغت پيښي زياتي شوي ديانځور: Thomas Trutschel/photothek/picture alliance

مخکنیو تحقيقونو ښودلې ده چي هغه ماشومان چي د ذهني فشار سره مخ وي، پکښي د بلوغت نخښي وخت تر مخه پېلېدل زيات وي. په (BMC Pediatrics) کي يوه څېړنې دا اټکل کړې چي هغه ماشومان چي د دواړو والدينو پر ځای صرف د مور يا صرف د پلار سره ژوند کوي، نو په هغوی کي د وخت مخکي بلوغت راڅرګندېدو پديده زياته وي.

په کورنل پوهنتون کي د بلوغت پر موضوع تحقيق کوونکې د ارواه پوهنې پروفيسوره جېن مېنډل وايي چي «د بلوغت د پېل نامناسب وخت، عموما وخت مخکي بلوغت په ژوند کي د ذهني فشار رامنځته کوونکو تجربو سره تړلی وي.» دغه کارپوهه زياتوي چي د کرونا پاندمي پر وخت د شديد لاک ډاون په لومړي ورځو کي چي کوم د ذهني فشار او توازن خرابوونکی حالت رامنځته شوی وو، دا يې بل ساری نه پېژني.

رواني اغېزې

په متحده ايالاتو کي تر سره شوي تحقيقونو ښودلې ده چي وخت مخکي بلوغت ته رسېدنه د ژور خفګان سره مستقيمي اړيکي لري. د ايلينويس پوهنتون کارپوه او په اړونده ساحه کي تحقيق کوونکی پروفيسوره کارن رودولف وايي چي دا خبره هم د هلکانو او هم د انجونو لپاره صدق کوي چي وخت مخکي بلوغت د ژور خفګان لامل کيدلای شي. هغه زياتوي چی په انجونو کي له يادي وجي رامنځته شوی ژور خفګان آن تر بالغ کېدو وروسته پوري هم د پاته کېدو زيات امکان لري.

د يادي کارپوهي په وينا په هلکانو کي ياده خبره حتمي نه ده چي رامنځته شي. خو هغه زياتوي چي هغه هلکان چي د زيات ژور خفګان سره مخامخ وي هغوی وروسته وده کوي. تحقيق ښودلې ده چي دا ډول هلکان په ناوخته سره وده کوي.

رودولف پر دې ټينګار کوي چي دا حتمي نه ده چي هره هغه انجلۍ به د ژور خفګان سره مخامخ کيږي، کومه چي مخکي له وخت څخه بلوغت ته رسېدلې وي. د دغې کارپوهې په وينا د وخت مخکي بلوغت له کبله د احتمالي ژور خفګان رامنځته کېدل په نورو فاکتورونو پوري هم مربوط وي، لکه دا پوښتنه چي ايا د دغه ماشوم په کورنۍ او مور او پلار کي هم ژور خفګان شته دی که نه. د رودولف په وینا هغه انجوني چي امکانات يې کم وي هغوی هم د ژور خفګان له ګواښ سره د مخامخ کېدو زيات احتمال لري.

محققه رودولف وايي چي تحقيق څرګنده کړېده چي هغه انجوني چي له مېندو څخه يې د فشارونو سره د مبارزه کولو طريقې زده کړي وي، په هغوی کي د وخت مخکي بلوغت په صورت کي د ژورخفګان يا ډپرېشن د رامنځته کېدو احتمال نسبتا کم وي.

کلتوري او ټولنيز اړخونه

د تر سره شوو تحقيقونو اکثرې برخي صرف په صنعتي هيوادونو کي د سپين پوستکو ماشومانو پر يادي پديدې تحقيق کړی دی. په دې ترڅ کي ډېر کم داسي تحقيقونه شوي دي چي د لږکيو او غير سپين پوستو ماشومانو په هکله وي.

د امريکا په متحده ايالاتو او په اروپا کي تر سره شوو بعضو تحقيقونو ښودلې د چي د لږکيو سره تړاو لرونکي او په ايالاتو کي ژوند کوونکي افريقايي او لاتيني الاصله ماشومان و وخت مخکي بلوغت ته زیات تمايل لري. خو د صنعتي هيوادونو څخه دباندي پر دغه موضوع ډېر کم تحقيق شوی دی. داسي تحقيق چي په ماشومانو کي د ډپرېشن يا ژور خفګان او د وخت مخکي بلوغت سره تړلی وي.

مېنډل وايي: «موږ بعضي تحقيقونه لرو خو دومره معلومات يې له کبله په لاس کي نه لرو چي د بلوغت په پروسه کي نژاد، قوميت، د ټولنيز قشر سره تړاو او تماس څومره لوی رول لري.»

کلېر روت/ا.ا./ب.ص.