1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یمن جګړه څرنګه متحده عربي اماراتو ته ورسېده؟

۱۴۰۰ بهمن ۶, چهارشنبه

د تېرې اونۍ په ترڅ کې د يمن حوثي یاغيانو دوه وارې پر متحده عربي اماراتو د توغنديو بريدونه وکړل. آیا دا وسله واله شخړه ټولې سيمې ته د پراخیدو په حال کې ده؟

https://p.dw.com/p/465SH
Jemen | Kämpfe in Marib
انځور: AFPTV/AFP/Getty Images

په يمن کې د حوثي ياغيانو ډلي چې ايران ته نزدې بلل کيږي، پر متحده عربي اماراتو د توغنديو او ډرون بريدنه په ټوله نړۍ کې په کلکه وغندل شول.

حوثي ياغيانو په متحده عربي اماراتو کې د هغو پوځي اډو د په نخښه کولو هڅه وکړه چې بريتانوي او امريکايي پوځيان پکې ول. دې اړخ ته په کتو سره د يمن د شيعه ياغيانو دې بريدونو ډېر اهميت خپل کړی دی.

دا شخړه کله او څرنګه پېل شوه؟

په يمن کې د دې ياغیانو پر وړاندې د سعودي عربستان په مشرتوب يو ائتلاف هم له ۲۰۱۵م کال راهيسې عمليات کوي. د دې شخړې په ترڅ کې په زرونو ملکيان وژل شوي او په يمن کې د يوه بشري بحران ښکار شوی دی.

سعودي او حوثیانو یو بل ته مرګ ژوبله اړولې ده

د سعودي پوځي ائتلاف د يمن د حکومت ملاتړ کوي چې په نړيواله کچه پيژندل شوی دی. دا جګړه په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت پېل شوې وه چې حوثي ياغيانو پلازمېنه صنعا او د يمن ډېرې شمالي سيمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې. ياغيانو ډېره پراخه خپلواکي غوښتله خو مرکزي حکومت یې دا غوښتنه ونه منله.

جګړې ولې زرو واخیست؟

حوثي ياغيانو پر متحده عربي اماراتو په يمن کې د دوی د يو شمير غړيو د وژنې تور لګولی. په ځانګړي توګه پر مارب سيمه د کنترول ترلاسه کولو په هڅو کې تر ناکامۍ وروسته حوثي ياغيانو خپلو جنګي تاکتيکونو ته تغير ورکړی دی.

که مارب هم ونیول شي نو د يمن ټوله شمالي سيمه به د ياغيانو لاسو ته ولويږي. له همدې کبله دغه ډله د خپل ځواک د منظمولو هڅه کوي او غواړي چې د سعودي عربستان پوځي ائتلاف په نورو جبهو کې ښکيل کړي، څو پر مارب له نوي سره يرغل وکړي.

یمن: پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونو ته زور ورکړل شوی

د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف له خوا په يمن کې د ياغيانو پر پټنځايونو د هوایي بريدونو لړۍ دوام لري. دې ډلې تور لګولی دی چې په سعده سيمه کې پر زندان هوايي بريد هم همدې ائتلاف کړی دی خو د سعودي عربستان حکومت دا تور ردوي.

مذاکرات ولې ځنډېدلي؟

د يمن د کړکېچ په ترڅ کې پر دې نويو ترنګلتياو په ټوله نړۍ کې اندېښنه څرګنده شوې ده. لوېديځو هيوادونو پر ښکيلو اړخونو ټينګار کړی دی چې د تشدد پر ځای خپله پاملرنه د خبرو اترو پروسې ته واړوي.

بل لوري ته د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن ادارې ويلي دي چې يوځل بيا پر دې باندي غور کوي چي حوثي ياغيان په تروريستي ډلو کي درجه بندي کړي. دا څرګندونې د حوثي ياغیانو له خوا پر متحده عربي اماراتو د بريدونو د مسئوليت تر منلو وروسته شوي دي.

امريکا تېر کال د مذاکراتو تر پروسې وروسته دا ياغي ډله د نړيوالو ترهګرو له فهرسته ايستلې وه. خو د مذاکراتو په دغه پړاونو کې هم ملګري ملتونه او امريکا نه وو توانيدلي چې ياغيان او د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي اتحاد مخامخ سره کښينوي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: