انځورونه: ولې ځينې ښځې خپل ويښتان لنډوي، خلک يې په اړه څه وايي؟
معمولا د ښځو اوږده ويښتان خوښيږي او دا د ښايست يوه برخه بولي. په اکثرو ټولنو کې د ښځو اوږدو ويښتانو ته د «ښځينه توب» د یوه عنصر په سترګه کتل کيږي. خو ځينې ښځې بیا خپل ويښتان لنډوي هم. انځورونه وګورئ او معلومات ولولئ!
په اکثرو ټولنو کې د ښځو د سر اوږده ويښتان د دوی د «ښځينه توب» يوه نه بیلدونکې نښه بلل کيږي، ځکه خو کله چې يوه ښځه خپل د سر ويښتان لنډ کړي نو د خلکو له عجيبه بحثنونو او پوښتنو سره مخ کيږي.
ځينې داسې باورونه هم شته چې د ښځو د ويښتانو لنډول، له خاوند څخه د جلا کېدو (طلاق) له مسئلې سره مستقیم ارتباط لري. یعنې کله چې يوه ښځه له خپل ميړه څخه جلا کيږي، په لومړي سر کې خپل د سر ويښتان لنډوي.
د ښځو له خوا د ويښتانو د لنډولو يو بل دلیل، د دوی همجنس بازيتوب دی. په همدې اساس، ډيری خلک فکر کوي هغه ښځې چې لنډ ويښتان پريږدي نو دوی حتما له همجنس بازۍ سره میلان لري.
نن ورځ په اکثرو ټولنو کې د نارينه و له خوا د اوږدو ويښتانو پريښودل نور د هغوی د «ښځينه توب» په معنی نه ګڼل کيږي، خو د ښځو له خوا د لنډو ويښتانو پريښودل لا هم د هغوی «نارينه توب» حسابيږي.
د ښځو خلاف ځينې ويب پاڼې بيا د ويښتانو لنډول، د ښځو د حقارت او په ځان د لږ باور لرلو له امله ده. خو د نړۍ ځواکمنو ښځو بیا دغه مسئله د دغې ادعا خلاف اثبات ته رسولې ده. په اوسني عصر کې له دا ډول ښځو څخه يوه هم د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل ده. د مېرکل دغه انځور په ۲۰۱۲م کال کې کاناډا ته د هغې د سفر څخه دی.
پنځه سوه کاله مخکې هم د ښځو د لنډو ويښتانو پر وړاندې اختلافات موجود ول. د فرانسې او بریتانيا ترمنځ د سل کلنې جګړې پر مهال پر فرانسوۍ اتلې، ژاندارک، باندې هم يو تور «د نارينه و په څير د ويښتانو لنډول» وو. دغه زړوره ښځه بالاخره د کلیسا له خوا محاکمه او اور ورته واچول شو. انځور د میلا يوويچ د ژاندارک په رول کې.
په زړه پورې خبره خو دا ده چې کله په ۱۹۰۹م کال کې فرانسوي موډل، موسیو آنتوان، د ښځو له پاره په احتمالي توګه د لومړي ځل له پاره د لنډو ويښتانو مود عام کړ، وويل چې د دغه مود الهام يې له ژاندارک څخه اخیستی دی.
کوکو شانل، چې د مود په نړۍ کې یوه اغيزناکه ښځه وه، د هغو ښځو په کتار کې يوه وه چې په ۱۹۲۰م کال کې يې د خپلو ويښتانو د لنډولو جرئت وکړ.
د ۱۹۶۰ ميلادي لسيزې په جریان کې د ځوانو او سرکشو ښځو په منځ کې د لنډو ويښتانو مود ډير زیات شو چې په دې برخه کې سينما مهم رول درلود. په انځور کې: جان پل بلموندو (کيڼ لور) او جین سيبرګ د ۱۹۶۰م کال د نامتو فرانسوي فلم (Breathless) په يوه صحنه کې ښکاري.
د هاليوود په سینما کې آدري هپبورن، هم له هغو ښځينه اداکارانو څخه وه چې په خپلو فلمونو کې به د لنډو ويښتانو سره راڅرګنديده. هغې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې شهرت درلود. انځور د ۱۹۵۴ کال توليد فلم (Roman Holiday) له يوې صحنې څخه ده چې هغه په کې د ګريګوري پک ترڅنګ ولاړه ده. د دغه فلم ځينې برخې په روم ښار کې جوړې شوي دي.
خو همدغه سينما بیا ځینې وخت ښځينه اداکارو ته اجازه نه ورکوي چې خپل د سر ويښتان لنډ کړي. واټسن چې په «هري پوتر» فلم کې يې د «هرمينه» نقش درلود، د فلم جوړونکي شرکت سره د کړي قرارداد له مخې يې اجازه نه درلوده چې د فلم جوړولو په جریان کې خپل ويښتان لنډ کړي.
د ايران نامتو سندرغاړه ګوګوش چې په ۱۳۵۰مې لمريزې لسیزې کې راووته لنډ ويښتان يې پريښودل. د هغې د ويښتانو مود په ګوګوشي مود باندې شهرت پیدا کړ. هغه مهال په افغانستان کې بیا افغان سندرغاړې هنګامې هم دګوګوش په څير لنډ ويښتان درولودل.
خو ولې د ښځو لنډو ويښتانو ته د «نارینه» فکر کيږي؟ آرين تاتوم د «ایفرې دې فمينیست» په نوم ويب پاڼه کې ليکي: «دغه غلط فکر له دې نه پيدا کيږي چې يو نارينه نباید د يوې ښځې په څير وي او د دې بر عکس.»
داسې ښکاري چې د عامو خلکو تبصرې او بحثونه هم له دې څخه سرچينه اخلي چې په لنډو ويښتانو سره ښځې د نارينه و په څير ښکاري. انځور د هالیوود د نامتو هنرمندې «ان هتوی» دی. البته د آلمان په برليناله فيستوال کې.
د لنډو ويښتانو له پاره تصميم نيول د ښځو له جرئت سره هم تړاو لري. په اروپايي هيوادونو کې هغه ښځې چې لنډ ويښتان پريږدي په رسمي دندو کې چابکې او پر ځان ځان متکي ښکاري.
ښځې ډير يا اوږده ويښتان د ښايست يو تر ټولو مهم عنصر بولي. ځکه خو هومره چې اوږده ويښتان د ښځو په جذابيت او «ښځينه توب» کې رول لري، لنډ ويښتان يې نه لري.