1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثي یاغیانو بیا د سعوي د نفتو پر تاسیساتو بریدونه کړي

۱۳۹۹ اسفند ۱۸, دوشنبه

د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو د حوثیانو توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د یمن په روانه شپږ کلنه جګړه کې یو نوی فصل ګڼل کیږي. په تیرو څو ورځو کې حوثیانو څو واره پر سعودي عربستان دا ډول بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/3qKrs
Jemen Explosionen in Sanaa
انځور: Khaled Abdullah/REUTERS

د یکشنبې په ماښام (مارچ میاشتې ۷ نیټه) د توغنديز او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو یو هدف د آرامکو یو له تاسیساتو او همدارنګه د سعودي عربستان څو پوځي سیمې وې.

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ له ریاض څخه د یوه رپوټ په خپرولو سره پر سعودي عربستان د نویو توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې دغه بریدونه په صنعا ښار کې د حوثي یاغیانو پر پوځي مرکزونو د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف تر هوایي بمبارۍ لږ وروسته ترسره شوي دي. صنعا د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندي دی.

خبري آژانسونو د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف او د حوثي یاغیانو ترمنځ د تشنج د زیاتیدو او پوځي تقابل د تشدید خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات دغې شپږ کلنې جګړې ته د پای ټکې ایښودلو هڅه کوي.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د حوثیانو د بی پیلوټه الوتکو د برید هدف په «راس تنوره» کې د نفتو یوه لویه زیرمه وه. سربیره پر دې د سعودي عربستان په ختیځ ظهران ښار کې د آرامکو د نفتي تاسیساتو پر لور یو بالستیک توغندی توغول شوی دی.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې دغه توغندی په آرامکو شرکت کې د کارمندانو او کارکوونکو د استوګنې ځای ترڅنګ لگېدلی دی.

ویل کیږي چې د آرامکو شرکت په زرونو کارګران له خپلو کورنیو سره د دغه شرکت د استوګنې په واحدونو کې ژوند کوي.

دغې خبري منبع د سعودي چارواکو په حواله اعلان کړی دی چې یاد توغندیز برید مالي او ځاني زیان نه دی اړولی. حوثیانو د یوه تویتري پيغام په خپرولو سره پر راس تنوره د دغه توغندیز او بې پیلوټه الوتکې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ادعا یي کړې ده چې ظهران ته نږدې په «دمام» سیمه کې یې څو پوځي اهداف په نخښه کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان دولتي تلویزون د حوثيانو د لسو بې پیلوټه الوتکو د را اچولو خبر ورکړی وو. سعودي عربستان په دې باور دی چې د نورو ترڅنګ د تروریستي سازمانونو له فهرست څخه د حوثیانو ایستل، د دوی د بریدونو په زیاتیدو کې رول لري.

د جو بایدن په مشرتوب د امریکا متحده ايالاتو حکومت د خپل کار له پيل څخه وروسته حوثي یاغیان د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه ؤ ایستل. د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې د حوثیانو شاملول د دونالد ترمپ د واکمنۍ دورې د پای له وروستیو اقداماتو څخه وو.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز