1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وال سټریټ ژورنال: عربستان د یمن ولسمشر استعفا ته اړ کړی

۱۴۰۱ فروردین ۲۹, دوشنبه

وال سټریټ ژورنال د سعودي چارواکو په حواله لیکلي چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د سعودي د فشار له کبله استعفا ته اړ شوی. د ورځپاڼې په حواله هادي اوس په ریاض کې په خپل کور کې نظر بند او ارتباطات یي محدود کړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4A3ki
Tunesien | Jemenitischer Präsident Abed Rabbo Mansur Hadi
انځور: Xinhua/imago images

امريکايي ورځپاڼي وال سټریټ په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې سعودي عربستان د روانې میاشتې په لومړیو کې د یمن پر ولسمشر عبد ربه منصور هادي فشار راوړی دی چې له خپلې دندې لیري شي.

په دغه رپوټ کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی دی راغلي دي چې سعودي چارواکو هادي په خپل کور کې حبس کړی او ارتباطات یي ورته محدود کړي دي.

هادي د اپریل مياشتي پر اومه نېټه اعلان وکړ چې استعفا یي کړې ده او د یوه نازک اوربند پر مهال یي خپل وظایف د یمن د رهبرۍ نوې شورا ته سپارلي دي.

دغه اوربند چې د ملګرو ملتونو سازمان په منځګړیتوب د روژې میاشتې له پيلیدو سره سم د یمن د په رسمیت پيژندل شوي حکومتي ځواکونو او حوثي ملیشه و ترمنځ رامنځته شو، د دغه هیواد څو کلنې جګړې ته د پای ټکې ایښودلو له پاره هیلې زیاتې کړي دي.

وال سټریټ ژورنال د یمن او سعودي د چارواکو په حواله چې نومونه یي پټ ساتل شوي ویلي دي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د یوه لیکلي فرمان په ترڅ کې د یمن له ولسمشر څخه یوې اته کسیزې شورا ته چې له مختلفو ډلو څخه تشکیل شوې ده د واک سپارلو غوښتنه کړې وه.

دغو چارواکو ویلي دي چې یو شمیر سعودي چارواکو ګواښ کړی دی چې که داسې ونه کړي، نو هغه اسناد به خپاره کړې، چې دوی د «هادي د فساد» اسناد بللي دي.

یوه سعودي چارواکي ویلی دي چې هادي له خپلې دندې د لیري کیدو راهیسې په ریاض کې په خپل کور کې نظر بند دی او تلیفون ته له لاسرسي څخه محروم دی.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

خو د سعودي یو بل چارواکی وایي چې هادي استعفا ته هڅول شوی، ځکه په یمن کې مختلفو ډلو پر ده خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی او په دې نظر دي چې دی نه شي کولی د منځني ختیځ دغه هیواد رهبري کړي.

سعودي عربستان له واک څخه د هادي د لیري کیدو هرکلی کړی دی او د خپل دغه ګاونډي هیواد سره یي د دری میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

۷ کاله کیږي چې د هادي حکومت چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پيژندل شوی دی د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثي یاغیانو سره جنګیږي. سره له دې چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې د سعودي عربستان په رهبرۍ پوځي ائتلاف د هادي له دولت څخه ملاتړ کوي، حوثیان د صنعا او د دغه هیواد په شمال کې د یوې لوې برخې کنترول په خپل لاس کې لري.

هادي د صنعا تر سقوط او د عدن سویلي بندر پر لور د حوثیانو تر پرمختګ وروسته سعودي عربستان ته وتښتید او هم هلته پاتې شو.

د یمن کورنۍ جګړه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د سلګونو زره کسانو په مړينې تمامه شوه او دغه هیواد یي له داسې یوه وضعیت سره مخامخ کړی دی چې ملګرو ملتونو هغه تر ټولو ناوړه بشري بحران بللی دی.

په ریاض کې د مذکراتو په تعقیب چې په هغې کې د حوثیانو ضد اړخونو ګډون کړی و، د یمن د رهبرۍ شورا ته قدرت وسپارل شو. حوثیانو دغه مذاکرات تحریم کړي وو او ویلې یي و چې په هغو خبرو اترو کې ګډون نه کوي چې د «دښمن» پر خاوره ترسره کیږي.

حوثیانو د هادي استعفا د یمن په جګړه کې د ښکیلو «کرایي ځواکونو» د صفونو د بیرته تنظیمولو یو مایوسه کوونکې هڅه بللې ده او ویلي يي دي چې سوله یوازې هغه وخت ترلاسه کیدلی شي چې بهرني ځواکونه له یمن څخه ووځي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز