1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آستراليا د نائورو له مهاجر کمپه وروستي کم سنه مهاجر باسي

۱۳۹۷ بهمن ۱۵, دوشنبه

د نائورو پر کمپ د بشري حقونو سازمانونو انتقادونه بالاخره آسترالیا مجبوره کړه چې له هغه ځایه هغه مهاجر وباسي چې قانوني سن ته نه دي رسېدلي. د رپوټونو له مخې وروستي کم سنه مهاجر هم له دغه کمپه وتلي دي.

https://p.dw.com/p/3Cgre
Nauru Australisches Flüchtlingscamp
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Oxenham

د آسترالیا صدراعظم سکات موریسون اعلان وکړ چې په نائورو ټاپو کې د مهاجرو په نوموړي کمپ کې له ۱۰۹ کم سنه مهاجرو، څخه یوازي ۴ تنه یې پاته دي چې ډير ژر به له دغه کمپه ولیږدول شي. هغوی له شپږو میاشتو راهيسي په دغه کمپ کې ساتل شوي ول.

خو د آسترالیا حکومت نه غواړي چې دغه کم سنه مهاجر آسترالیا ته ولیږدوي، بلکي غواړي چې یو دریم هیواد ته يې واستوي. موریسن وویل چې دغه څلور تنه پاته کم سنه مهاجر کولای شي چې په امریکا متحده ایالاتو کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

آسترالیا د مهاجرو پر وړاندي د خپل سخت سیاست له امله چې نه غواړي هیواد ته یې مهاجر داخل شي، د بشري حقونو سازماونو تر انتقاد لاندي راغلی دی. دغه هیواد ټول هغه مهاجر چې د کوچنیو بیړیو په واسطه ورته د رسیدو هڅه کوي، نیسي او د الکاهل په سمندر کې پرتو ټاپو گانو، لکه نائورو او پاپوا گینه ته یې استوي. هغوی تر هغه وخته پوري هلته ساتل کیږي چې د پناه پرغوښتنه يې غور کيږي.

د بشري حقونو مدافعین په دغو کمپونو کې د مهاجرو د ناخوال وضعیت له امله چې یو ډول بشري ناورین ته ورته حالت لري، د آسترالیا پر حکومت وخت په وخت نیوکي کوي. هغوی وايي چې مهاجر په دغو کمپونو کې تجرید شوي دي او په ناهیلۍ کې ژوند کوي. هغوی د مهاجرو په مینځ کې د ډول ډول، خصوصاً رواني ناروغیو د زیاتیدو رپوټ ورکوي، څرنگه چې ځیني يې حتی د ځان وژني هڅي کوي.

د تیر کال د اکتوبر مياشتي په نیمايي کې د آسترالیا د طبیبانو یوې اتحاديې له حکومت څخه وغوښتل چې ۸۰ تنه کم سنه مهاجر چې په زور دغو کمپونو ته لیږل شوي دي، د آسترالیا خاروي دننې ته یې انتقال کړي.

د نوموړي اتحاديې یوه ویاند، پاول باورت ویلي دي چې د دغو کوچنيانو ډير يې د ویري او ډار له ناروغۍ سره لاس او گریوان دي او باید ژر تر ژره يې درملنه وشي.

هغه یادونه کوي چې دا چې د دغو کوچنيانو څخه کوم یوه یې لا تر اوسه پوره خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی، یوه معجزه ده. په هغه وخت کې د آستراليا کابو ۶ زرو طبیبانو د دغه هیواد صدراعظم، سکات موریسون ته یو لیک واستاوه چې حکومت باید د مهاجرو پر وړاندي په خپل سخت سیاست کې بدلون رامنځ ته کړي.

په جنوري میاشت کې آسترالیا د مهاجرو دوه کمپونه چې سخت امنيتي تدابیر ورته نيول شوي ول، وتړل. حکومت د د دغه اقدام له پاره د هغه د خپلې وینا له مخې د «سرحدونو د ساتلو له پاره د عملیاتو مثبت نتایج وگڼل». د آسترالیا د مهاجرو د چارو وزیر، داوید کولمان، وویل چې گواکې هغوی بریالی شول چې د مهاجرت په برخه کې د بې نظمۍ  مخه ونیسي، هغه څه چې په پخواني حکومت کې رامنځ ته شوې وه.

هغه وویل چې د غیر قانوني مهاجرت د بهیر مخه نیول شوې ده. د هغه د وینا له مخې په نتیجه کې د مهاجرو ۱۹ هغه کمپونه چې دير ټینگ امنيتي تدابیر يې درلودل، وتړل شول.

له ۲۰۱۳م کال راهيسي هغه مهاجر چې د سمندر له لاري آسترالیا ته د رسیدو هڅه کوي، تر نیول کیدو وروسته په الکاهل سمندر کې د نائورو ټاپو جمهوریت او یا د مانوس ټاپو چې په پاپواگینه پوري اړه لري، لیږدول کیږي.

له هغه وخت راهيسي یوازي د نائورو کمپ ته ۲۲۰ کم سنه مهاجر استول شوي دي. تیرکال د خلکو په مینځ کې تر سختو اعتراضونو وروسته حکومت مجبوره شو چې هغه مهاجر چې خپل قانوني سن ته نه دي رسېدلي له نوموړي ټاپو څخه وباسي.

زموږ له ارشيف څخه: