1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او اتریش: د اروپا بهرني سرحدونه دې لا ټينګ کړل شي

۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبه

په داسې حال کې چې په آلمان حکومت کې د مهاجرت سياست په هکله اختلافات ادامه لري، د اتريش صدراعظم په برلين کې د مرکل له هغه دريځه ملاتړ وښود چې د آلمان په پولو کې د مهاجرو د بيرته شړلو پر ځای دې بهرنۍ سرحدونه ټينګ کړای شي.

https://p.dw.com/p/2zT7K
Deutschland PK Bundeskanzlerin Angela Merkel und österreichischer Bundeskanzler Sebastian  Kurz in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

احتمالا د آلمان د حکومت په دننه کې د غيرقانوني مهاجرت  پر وړاندې د مبارزې په څرنګوالي کې لا هم اختلافات موجود وي. خو ليدل کيږي چې صدراعظمې انګلا مرکل په دې برخه کې خپل اتريشي سيال سبستيان کورڅ د يو با ارزښته بالقوه ملګري په توګه موندلی دی.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر غواړي هغه غيرقانوني مهاجر چې د آلمان پولو څخه دغه هيواد ته داخليږي سمدلاسه بيرته ځواب کړای شي، په داسې حال کې چې انګلا مرکل بيا په دې برخه کې له هغه سره هم نظره نه ده. انګلا مرکل د غيرقانوني مهاجرتونو پر وړاندې مبارزه کې پر نورو لارو چارو ټينګار کوي چې هغې کې د اروپايي اتحاديې پر بهرنيو سرحدونو د کنترول زياتول هم راځي.

مرکل په دې اړه په برلین کې د اتریش صدراعظم، سبستيان کورڅ ته د ښه راغلاست پر وخت خبريالانو ته د اروپا په سرحدونو کې د مهاجرو بیرته شړلو ته په اشارې سره وويل: «دا بالقوه اروپا په شديده توګه زيانمنولی شي.» مرکل په دې لاره کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو سرحدونو ساتنه ډيره «حياتي» وښوده.

په دې برخه کې اتريش مهم نقش لوبوي. دې سره به په لمړي قدم کې د آلمان د کورنيو چارو وزير له طرحې سره په سويل کې د اتريش او آلمان ګډه پوله اغیزمنه شي. دغه لاره آلمان ته د غيرقانوني مهاجرو د داخلیدو يوه له مهمو لارو څخه بلل کيږي. په دوهم قدم کې دا چې اتريش په راتلونکې ميلادې مياشتې (جولای) کې د اروپايي اتحاديې د شورا شپږمياشتنۍ دوره يې رياست پر غاړه اخلي. اتريش د مخه ويلي دي چې د رياست پر وخت به يې د مهاجرت پر موضوع تمرکز، له اولويتونو څخه وي.

Griechisch-türkische Grenze
د اتريش صدراعظم هم د انګلا مرکل په څير د اروپايي ټولنې د بهرنيو سرحدونو پر لا ټيڼګلوو ټيڼګار کوي. آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/N. Arvenitidis

له دې مخکې کورڅ په ويانا کې ويلي وو: «موږ په  پوره  پوهې سره دا غوره گڼلې چې د امنيت پر موضوع به ډير تمرکز کوو.» هغه زياته کړه ويانا غواړي « په اروپا کې د لا ډيرو همکاريو» د ليدو شاهد وګرځي.

په اروپا کې هر چا لپاره پناه نه شته

د مهاجرت د سیاست په اړه د آلمان د حکومت په دننه کې د اختلافاتو په  ترځ کې، کورڅ د آلمان صدراعظمی  مرکل ته د یو ډول  ملاتړ وړاندیز کړی دی. د اتریش دغه ځوان صدراعظم چې ۳۱ کلن دی معمولا د  منځ لارې سیاست لرونکی مرکل په پرتله دير زیات محافظه پال سیاست تعقیبوي، خو د مهاجرت په موضوع کې هغوی تر زیاتې کچې همنظره دي.

مرکل په ظاهره کې د کورڅ له له څرګندونو خوشاله ښکاريده حتې که د هغې په پرتله يې خبرې محدودې هم وې. کورڅ خبريالانو ته وويل چې دی ترجيح ورکوي چې بايد د اروپايي سرحدونو د ساتنې له پاره بوديجه لوړه او د ساحلي ساتونکو شمير دې لوړ کړای شي.

کورڅ د خپلو خبرو په دوام کې وويل: «دا امکان نه لرۍ چې د نړۍ هر تر تعقیب لاندی شخص په اروپا کې يو ښه ژوند پيدا کړي، په ځانګړې توګه په مرکزي اروپا کې.»

د اتريش صدراعظم زياته کړه چې هدف دا دی ترڅو« د هغو افرادو مخنيوی شوی وي چې اروپا ته یې مخ اړولی اوغواړي چې دلته په آلمان، اتريش او يا هم سويډن کې د پناه لپاره غوښتنه وکړي.»

د برلین په خبری کنفرانس دا کورڅ ؤ چې خبریالانو په لومړي سر کې خپلې پوښتنې ورته وړاندی کړې. هغه  خبریالانو په ځواب کې دير هځه وکړه چې ښکاره کړي چې هغه د مهاجرت په سیاست کې ډير زیات له مرکل سره همنظره دی، پرته له دې چې په دې اړه په مستقیمه توګه د آلمان د کورنیو چارو د وزیر دریځ  تر نیوکې لاندې ونسی او یا هغه رد کړي.

کورڅ وويل: « زه نه غواړم د آلمان په داخلي چارو کې ورګډ شم.» هغه د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: « اتريش ليوال دی چې د غيرقانونی مهاجرتونو د بهیر مخنيوي وکړي. یو پیاوړی اروپايي اتحاد زمونږ د بهرنیو سرحدونو د پیاوړتیا له لاری تر لاسه کیدای شي.»

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: