1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او اسرائيل د ديپلوماتي اړيکو۵۰ کلني لمانځي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

له نن څخه پنځوس کاله مخکې آلمان او اسرائیلو له یو بل سره دیپلوماتيکي اړیکې تینگې کړې. نن په برلین کې د اسرائیلو ولسمشر رایون ریویلین د آلمان له صدراعظمې سره ویني او د وسلو د یوې سوداگرۍ تړون به لاس لیک کړي.

https://p.dw.com/p/1FOVy
انځور: picture-alliance/dpa

د اسرائیلو ولسمشر رایون ریولین آلمان ته راغلی، څو له دغه هیواد سره د خپلو اړیکو د پنځوسمې کالیزي د لمانځنې په مراسمو کې گډون وکړي. د دوشنبې په ورځ ریولین د آلمان له ولسمشر یوآخیم گاوک سره ولیدل. له نن څخه پنځوس کاله دمخه آلمان او اسرائیلو تر دویمي نړیوالې جګړې وروسته دیپلوماتیکې اړیکې ټینګي کړې.

ګاوک او ریولین له رسنیو سره په خبرو کې په اروپا کې د یهودانو ضد تبعیض د ډیریدو په اړه ګواښ وکړ.

ولسمشر یواخیم ګاوک له آلمانۍ ورځپاڼي بیلد او اسرائیلي ورځپاڼي یدیت اهرونوت، سره په خبرو کې وویل: «تیر کال موږ په آلمان کې د داسې مظاهرو شاهدان وو چې تر یوه هده پوري یې د اسرائیلو ضد بڼه لرله او بیا تر یوې اندازې پوري د یهودانو ضد وي. د هغه یهودي ضد تبعیض چې له پخوا څخه دلته موجود وو، موږ اوس له یوه ډیر شوي یهودي ضد تبعیض سره مخامخ یو چې له کډوالو کورنیو سره کیږي.»

په همدې حال کې د اسرائیلو ولسمشر ریولین، هم ګواښ وکړ چې په نړیواله کچه د اسرائیلو او یهودانو پر ضد شعارونو کې ډېرښت راغلی دی. د هغه په خبره دغه شان ډېر شعارونه د هغو کسانو له خوا ورکول کيږي چې له دیموکراسي او آزادۍ سره جنګريږي.

خو د آلمان او اسرائیلو ولسمشران پر ځینو مسایلو یو له بل سره موافق نه دي. ګاوک د منځني ختیځ کړکیچ د حل لاره د دوو دولتونو په رامنځ ته کیدو کې ویني او یووار بیا یې د دغي حل لاري ملاتړ کړی دی، خو د اسرائیلو ولسمشر او د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، حکومت بیا له دې حل لاري سره مخالفت لري.

ګاوک دغه راز وویل چې خپل اسرائیلي سیال ته يې دا موضوع چې ولي يې هیواد له ایران سره د تهران د اتومي پروګرام پر سره د یوه تړون رامنځ ته کیدو ملاتړ کوي شريکه کړې ده.

د دوشنبې په ورځ آلمان او اسرائیل یو تړون هم لاسلیک کړ چې له مخې به یې دغه هیواد له آلمان څخه څلور د ګزمې کښتۍ رانیسي. دغه کښتۍ چې له یوه آلماني شرکت څخه اخیستل کیږي په مدیترانه کې د اسرائیلو د ګازو تاسیساتو د ساتني په موخه کارول کیږي.

د دې تړون ارزښت ۴۳۰ میلیونه یورو ته رسیږي چې ۱۱۵ میلیونه يې د برلین له خوا ورکړل شي. آلمان په اروپا کې د اسرائیلو تر تولو ستر سوداګریز شریک دی.