1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او امریکا د مرسي د خلاصیدو غوښتنه کړې

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲۲, شنبه

د مصر هیواد په پلازمینه قاهره کې په لسګونو زره مصریان سړکونو ته راتلي وو او د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي، واک ته د بیرته رسیدو غوښتنه یې کوله. امریکا او آلمان د مصر پر پوځ غږ کړی دی چې مرسي دې آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/197BQ
انځور: Reuters

په پلازمینه قاهره کې د اخوان المسلمین د ګوند پلویان د یوه جومات مخې ته له تیرو څو اوونیو راهیسې راټول شي دي. د هغوی دغه غونډه د جون د میاشتې پر دیرشمه نیټه هغه وخت پیل شوه، کله چې د مرسي مخالفینو په سترو لاریونونو کې برخه واخیسته. د مرسي ضد دغه لاریونونه د دې لامل شول، چې د مصر د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح السیسي مرسي له واکه لیرې کړي.

اخوان المسلیمن ویلي دي چې تر هغه وخته به خپل احتجاج ته دوام ورکړي، تر څو محمد مرسي بیرته واک ته ورسیږي. مرسي د مصر لومړی ولسمشر دی چې په آزادو او دیموکراتیکو ټاکنو کې وټاکل شو. مرسي د پوځ له لوري د ګوښه کیدو وروسته نه دی لیدل شوی.

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای د میاشتې دولسمه) کلک محافظه پال اسلامي عالم صفوت حجازي، احتجاج کوونکو ته په خپله وینا کې وویل: «موږ حاضر یو، چې دلته د یوې میاشتې، دوو میاشتو، د یوه کال او حتی د دوو کلونو له پاره پاتې شو.»

آلمان او امریکا د مرسي د خلاصیدو غوښتنه کړې

د جمعې په ورځ د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، د مصر پر پوځ باندې غږ کړی دی چې مرسي آزاد کړي. د ویسترویله له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «دا د قانون حاکمیت ته یوازې زموږ ژمنتیا نه ده، بلکې زموږ سیاسي عقیده هم ده چې هر ډول سیاسي ځپنه به د مصر راتلونکي ته زیان واړوي. موږ پر ښاغلي مرسي باندې د تګ راتګ د لګول شوي بندیز د ختمولو غوښتنه کوو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ویسترویله
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ویسترویلهانځور: picture-alliance/dpa

تر آلمان وروسته د امریکا متحده ایالاتو هم دغسې یوه غوښتنه وکړه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات ویاندې جېن پساکي، په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د مرسي د آزادیدو په اړه د آلمان د غوښتنې ملاتړ کوي. پساکي زیاته کړه:

«موږ د لومړي سره د هغه [مرسي] د نیولو او د اخوان المسلمین ګوند د غړو د خپلسرو نیونو چې سیاسي انګیزه لري، په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.»

په مصر کې وضعه ترینګلې ده

په مصر کې د محمد مرسي د ګوښه کیدو راهیسې وضعه ترینګلې ده. د دوشنبې په ورځ د اخوان المسلین غړو په قاهره کې د جمهوري ګارد مرکز مخې ته لاریون وکړ. هغوی په دې باور دي چې مرسي په دغه ودانۍ کې ساتل کیږي. په دغه ځای کې د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ د نښتو په ترڅ کې تر پنځوسو زیات کسان ووژل شول، چې زیاتره یې د مرسي پلویان ول. د رامنځ ته شوي اخ او ډب په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه څلور تنه هم وژل شوي ول.

د مصر د پوځ له لوري د اساسي قانون د محکمې مشر منصور عدلي د موقتي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی. د تیرې سه شنبې په ورځ موقتي ولسمشر د اقتصادي چارو کارپوه حازم البیبلاوي، د موقتي صدراعظم په توګه وټاکه. البیبلاوي ژمنه کړې چې تر راتلونکي اوونۍ پورې به کابینه جوړه کړي.

د ولسمشر ویاند ویلي ول چې په نوې کابینه کې به اخوان المسلمین ته د وزارتونو وړاندیز وشي. خو تر دې دمه اخوان المسلمین د پوځ له خوا د رامنځ ته کړل شوي حکومت په مخالفت کې ولاړ دی.