1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيهوفر: له ايتاليا سره د مهاجرو د بيرته ليږد هوکړه نهايي شوې

۱۳۹۷ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر، د چهار شنبې په ورځ د پارلمان ناستې ته وویل چې له ايتالیا سره د پناه غوښتونکو د بيرته ليږد پر موضوع دوه اړخيز توافق نهایي شوی.

https://p.dw.com/p/34oA3
Deutschland Bundestag Horst Seehofer
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر، چې د انګلا مرکل د متحد ګوند «مسيحي سوسيال اتحاد» مشر هم دی، د چهار شنبې ورځې په پارلماني غونډه کې وويل: «له ايتاليا سره توافق هم نهايي شوی دی».

زیهوفر زياته کړه چې دغه هوکړه ليک یوازې د هغه او د هغه د ايتالوي سيال ماتئو سالويني لاسليکونو ته اړتيا لري. د آلمان د کورنيو چارو وزير زیاته کړه: «په سفرونو کې د زيات لګښت د مخنيوي په موخه، موږ په خپلو کې اسناد تبادله کوو.»

د هغه په وينا دغه بهير به څو ورځې ادامه ولري، خو زياته يې کړه چې «دا يو برياليتوب دی». د آلمان حکومت تر دې مخکې د مهاجرو د بيرته لیږد پر موضوع ورته دوه اړخيز توافقات له هسپانيا او يونان سره هم لاسليک کړي دي.

Italen Innenminister Matteo Salvini
د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ماتئو سالوينيانځور: picture-alliance/dpa/L. Bruno

د دغو توافقاتو پراساس آلمان کولای شي هغه مهاجر چې آلمان ته تر داخليدو مخکې په دغو هيوادونو کې ثبت او راجستر شوي وي، بيرته واستوي. دغه اقدامات په اصل کې د دوبلين قانون له مخې ترسره کيږي. د دوبلين قانون حکم کوي چې پناه غوښتونکي بايد خپلې د پناه غوښتنې د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيواد کې وړاندې کړي چې په لومړي ځل ورته داخل شوي وي.

دویچه وله / ع. ح /م. ک. ص

له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: