1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ممکن آلمان له یونانه ورغلي مهاجر اخراج کړای شي

۱۳۹۷ مرداد ۲۸, یکشنبه

آلمان به وشي کړای هغه مهاجر بيرته يونان ته اخرج کړي چې آلمان ته تر راتلو د مخه يې په لومړي ځل په يونان کې د پناه غوښتنه ورکړي وي. پر دغې موضوع د توافق په موخه برلين او آتن تر منځ خبرې اترې روانې دي.

https://p.dw.com/p/33NrT
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber nach Afghanistan
انځور: Reuters/R. Orlowski

رويټرز خبري آژانس د آلماني چارواکو له قوله  ليکي چې اوس له آلمان څخه يونان ته د مهاجرو د اخراج بهير اسانه شوی دی. دلته له مهاجرو څخه موخه هغه کسان دي چې آلمان ته تر راتلو د مخه په لومړي ځل يې يونان کې د پناه غوښتنې غوښتنليکونه سپارلې وي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي چې دغې موضوع د آتن حکومت سره د پنجشنبې په ورځ حتمي شکل ورکړل شوی دی.

آلمان تيره اوونۍ ورته يو تړون له هسپانيا سره هم وکړ. آلمان په داسې وخت کې دغه تړونونه لاسليکوي، چې پر صدراعظمې انګلا مرکل د هغې د اتحادي ګوند له لوري د هغې د مهاجرت پر سياست فشارونه ډیر شوي دي. د مرکل اتحادي ګوند (مسيحي سوسيال اتحاد) چې مشر يې د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر دی، د مهاجرت موضوع په تړاو د يو سخت سياست پلويتوب کوي. سږکال د مرکل او زيهوفر تر منځ د مهاجرت پر موضوع اختلافات تر دې حده شديد شوي ول چې آن د نوي جوړ شوي ائتلافي حکومت د ړنګيدو ويره يې رامنځ ته کړې وه.

د تړون مهم ټکي

·    د آتن حکومت هوکړه کړې چې هغه مهاجر به بيرته اخلي، کوم چې په دغه هيواد کې يې د پناه غوښتنه ثبت کړي وي، خو بيا يې وروسته د اتريش له لارې ځانونه آلمان ته رسولي وي.

·    د دې په مقابل کې يونان ته څه رسيږي؟ دا لا تر اوسه روښانه نه ده. خو آلمان چې کوم ورته تړون له هسپانيا سره کړی په تړاو يې مادريد ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به د مديترانې سمندرګي له لارې له مراکش څخه هسپانيا ته د راتلونکو غيرقانوني مهاجرو د مخنيوي په برخه کې امکانات برابر کړي.

·    دغه تړون نشي کولاي ډير شمير مهاجر تر خپل اغيزمن لاندې راولي او هغه په دې دليل چې د آلمان د کورنيو چارو د وزارت ارقام ښيي چې په جون مياشت کې د هغو مهاجرو شمير يوازې ۱۵۰ وو کوم چې د اتريش د سرحد له لارې آلمان ته دننه شوي او تر دې مخکې يې په يو بل اروپايي هيواد کې د پناه غوښتنه ورکړي وي.
د آلمان او هسپانیې ترمنځ د «مهاجرینو د بیرته لیږد» پر سر توافق شوی

Österreichisch-deutsche Grenze Flüchtlinge
مهاجر د آلمان او اطريش پر يوه سرحدي سيمه کې- د آرشيف انځورانځور: Reuters/M. Dalder

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر له يونان او هسپانيا سره د شوو تړونو څخه هرکلی کړی دی. هغه ويلي دي چې د يونان او آلمان تر منځ ورته توافق به د مهاجرت کړکيچ په هواري کې چې  اورپا ورسره مخ ده، هم مرسته وکړي.

آلمان اوس په دې هڅه کې دی چې دغه ډول يو تړون له ايټاليا سره هم ولري. د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل ويلي دي چې هغه په دې اړه له ايټالوي چارواکو سره خبرو اترو ته تياره ده.

رويټرز د سفارتي سرچينو په حواله ليکي چې په دې تړاو د آلماني او ايټالوي چارواکو تر منځ خبرې اترې په کافي اندازه مخ ته تللي او تمه ده چې دواړه لوري به ډير ژر توافق ته ورسيږي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: