1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:اوکراين ته د توغنديو د ورکړې په اړه پر صدراعظم فشارونه

۱۴۰۲ آبان ۲۶, جمعه

د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ مشاورینو اوکراین ته د «تاروس» توغندي له ورکړې سره مخالفت ښوولی دی. خو په ائتلاف کې شامل ګوندونه، اپوزیسیون او کارپوهان بیا وايي چې د دې توغندي ورکړه حياتی اهمیت لري.

https://p.dw.com/p/4Z2wg
د آلمان لومړي وزیر اوکراين ته د تاروس توغنديو له ورکړې سره مخالفت ښوولی
د آلمان لومړي وزیر اوکراين ته د تاروس توغنديو له ورکړې سره مخالفت ښوولیانځور: South Korean Defense Ministry/Getty Images

«تاروس» توغندی له اوکراین سره په دې کې مرسته کولی شي، چي په کریما ټاپو وزمه کي د روسيې د ملاتړ کرښي ګډي وډي کړي خو د المان لومړی وزیر د دغه توغندي ورکړه نه مني.

اوسمهال د اپوزيسیون ړ مسيحي اتحاد دواړو ګوندونو یوځای دالمان پارلمان ته په دې اړه درخواست ورکړی او د المان دولت يې تر فشار لاندي راوستلی دی.

تېره جمعه د المان د پوځ په کنفرانس کي ماري اګنس شټراک څيمرمن د لسهاوو جنرالو په وړاندي راڅرګنده سوه. د لیبرال ډموکراټانو دغه سياستواله چې په لومړي کتار کي ناسته وه، له صدراعظم څخه، يې چي دریځ ته ولاړ وو، یوه مهمه پوښتنه مطرح کړه او ویې ویل: «ښاغلی صدراعظمه!  زه په دې پوهېږم، چي تاسي پر واقعیت سترګي پټي کړي دي. هغه ډول، چي په کار ده، خو د اوکراین له پاره نور څه کولای سوو، چي تر څو په دې جګړه کي بریالی سي، ځکه پوهیږو، چي دغه موضوع له لوړ ارزښت څخه برخمنه ده؟»

شولڅ په ډېر لنډ ډول دغه ارزښت تائید کړاو وروسته یې روښانه کړه، چي څنګه تر اوسه پوري اوکراین له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی. دا په داسې حال کې ده چې شولڅ د کروز توغندي «تاروس» په اړه څه ونه ویل. هغه د تیري میاشتي په لومړیو کي يې تصمیم نیولی و، چي اوکراین ته د ۵۰۰ کیلو مټرو واټن وهونکی کروز توغندي ور نه کړي.

د نظامي کارپوهانو نیوکه

د نظامي چارو تاریخپوه زونکه نایټزل د شولڅ دا عام دلیل ډېر کمزوری ګڼي او وايي: «له بده مرغه موږ یو ړوند او کوڼ لومړی وزیر لرو، چي هغه نه غواړي په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.»

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

فرانسه، بریټانیا اوامریکا اوکراین ته کروز او نور توغندي ورکوي، که څه دغه توغندي لنډ واټن او لږ تخریبوونکي دي.

کارپوهانو همدارنګه ویلي دي، چي د اوکراین پوځ ته د «تاروس» توغندیو د سیسټم په اړه زده کړي هم مهمي دي. 

د کارپوهانو د ارزیابۍ پر بنسټ اوکراین ته د «تاروس» توغندیو ورکول په دې معنی نه ده، چي المان به د جګړې په یوې خوا بدل سي.

پر دولت د مسیحي ډیموکراټ او مسيحي سوسیال ګوندونو نیوکه

د دوو مسیحي ګوندونو د باندنیو چارو سیاستوال رودریش کیزه وېتر په پارلمان کي د مسیحي ګوندونو د اتحاد ډلې لخوا د«تاروس» توغندي د درخواست په اړه داسي وویل: «د روسيې د اکمالاتو د قطع کولو په اړه د لیري واټن ویشتونکو پر سر ټوله مسئله راټوله ده. دا د اوکرایني ځواکونو د ساتني له پاره ډېره اړینه ده، مګر دا ضروري ده، چي د جګړې موخه معلومه سي او هغه د اوکراین د خپلواکۍ د حاکمیت  بیرته ترلاسه کول دي.»

د ۱۹۹۱ د اوکراین د حاکمیت معنی داده، چي اوکراین باید د کرمیا ټاپو وزمه، چي د ټولو نړيوالو قوانینو خلاف د روسيې له خاوري سره الحاق سوی، بیا ترلاسه کړي.

د الماني «تاروس» کروز توغندیو په واسطه کېدلای سي، چي په دغه ټاپووزمه کي غټ پل ویجاړ او د روسیې د تدارکاتو مهمي کرښي قطع کړي.

وروستۍ پرېکړه په صدراعظم پوري اړه لري

خو ایا د صدراعظم په دفتر کي ددغه کار له پاره اراده سته؟  نایټزل د لومړي وزیر او مشاورینو په اړه ډېر زیات شکونه لري، نوموړی وايي: «زه نه پوهېږم، چي ولي د شولڅ مشاورین پلوتنر،  شمیټ او پخپله شولڅ فکر کوي، چي که چیري تاروس توغندي د کرچ پل ویجاړ کړي، نو پوتین به اتومي جګړه یا هم دغه ته ورته څه پیل کړي.»

د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د باندنیو چارو سیاستوال کیزه ویتر وايي، که څه چې په پارلمان کي د دوو ګوندونو غوښتني یا درخواست نه سي کولای، چي اکثريت راجلب کړي، خو ښايي لومړی وزیر فکر کولو ته اړ باسي: «په اخر کي باید [توغندي] ورکړل سي او که نه وي، نو د اوکراین یو زیات شمېر کسان به اړ شي چي خپل هیواد پرېږدي، دا چاره اوکراین سقوطوي، موږ باید د وړ وسلو په سیسټمونو سره د دغه ډول احتمالي پېښو مخه ونیسو.»

د«تاروس» توغندیو په اړه بحث کې دا سټراټیژیکه پوښتنه په پراخه کچه مطرح کېږي، چي د المان صدراعظم له اوکراین څخه د ملاتړ له لارې څه ترلاسه کول غواړي؟ ایا نوموړی غواړي، چي اوسنی حال همداسي دوام پيدا کړي او یا په رښتیا په دې لټه کي دی، چي اوکراین دي په دغه جګړه کي بریالی سي.