1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

آلمان اوکراین ته ۱۸ «لیوپارډ-۲» جنګي ټانکونه ولیږل

۱۴۰۲ فروردین ۸, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ اعلان وکړ، چې د اوکراین پوځ د روسیې د بریدونو په مقابل کې د دفاع له پاره له آلمان څخه ۱۸«لیوپارډ-۲» جنګي ټانکونه ترلاسه کړل.

https://p.dw.com/p/4POEa
Leopard 2 Panzer
انځور: Florian Gaertner/photothek/picture alliance

د آلمان فدرالي جمهوریت صدراعظم اولاف شولڅ د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۲۸مه نيټه) د هالنډ لومړي وزیر سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې تائید کړه، چې د آلمان هېواد ۱۸ «لیوپارډ-۲» جنګي ټانګونه د اوکراین وسله والو ځواکونو ته سپارلې دي.   

د دغې ځانګړې نظامي مرستې څخه د آلمان د فدرالي دولت هدف، د روسیې پوځ د برید په مقابل کې د اوکراین د پوځ د دفاعي ځواک څخه ملاتړ دی.

اړوند مطلب: اوکراین له آلمان څخه د پرمختللو جنګي ټانکونو غوښتنه کړې

د آلمان صدراعظم په دې اړه وویل: «په هم هغه ډول چې مخکې اعلان شوې وو، موږ اوکراین ته دا ټانکونه وسپارل.»

ویل کیږي چې عصري جګړیز ټانکونه "Leopard 2A6" روسي ټانګونو سره په مقایسه کې په تخنیکي لحاظ برتري لري او له همدې کبله کولی شي د جنګ په میدان کې د احتمالي بریالتوب له پاره د پام وړ مرسته وکړي.

د آلمان دفاع وزیر بوریس پیستوریوس وویل: «له ژمنې سره سم زموږ ټانکونه پر سم وخت د اوکرایني دوستانو لاسونو ته ورسېدل. زه ډاډمن یم، چې دغه ټانکونه کولی شي د جګړې په جبهه کې مهم رول ولوبوي.»

اړوند مطلب: په اوکراین کې د المان د ټانک جوړونې کارخانې د ویجاړولو ګواښ

په دې برخه کې دا هم ویل کیږي، چې د «لیوپارډ-۲» ټانکونو د حرکت پرمهال د ډزو وړتیا لري. دا په داسې حال کې ده، چې روسي ټانکونه ظاهرآ یوازې هغه وخت د دقیق هدف پر وړاندې مرمۍ فایر کولی شي چې ولاړ وي.

د آلمان دفاع وزارتپه وینا، له آلمان څخه اوکراین ته د ۱۸«لیوپارډ-۲» جنګي ټانکونو سربېره، د مهماتو کڅوړې، پرزې او د "بوفالو" زغروال ګاډي د عملې سره اوکراین ته لیږل شوي دي.

له اوږدې داخلي سیاسي شخړې وروسته، د آلمان د فدرالي جمهوریت حکومت د روان کال د جنوري په پای کې اعلان وکړ چې دوی به په چټکۍ سره د «لیوپارډ-2» ټانکونو دوه کنډکونه اوکراین ته واستوي.« د یادونې وړ ده، چې په اوکراین کې هر کنډک معمولا ۳۱ ټانکونه لري. 

DW/FZ/BS