1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ايران ته د ۳۰۰ میليونه يورو د انتقال په هکله پلټنه کوي

۱۳۹۷ تیر ۱۹, سه‌شنبه

ايران غواړي ۳۰۰ میليونه يورو له آلمانه تهران ته انتقال کړي. دا کار مخکې له هغه چې دا پيسې هم پر ايران د امريکا متحدو ايالاتو د بندیزونو له وجې کنگل شي. خو امريکا له دې کاره خوښه نه ده. آلمان په دې اړه ارزونې پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/317um
Flugzeug der Iran Air im Landeanflug
انځور: picture-alliance/picturedesk/W. Gredler-Oxenbauer

دا کابو ۳۰۰ ميلیونه نغدې پيسې بايد د آلمان له هامبورگ ښار څخه په يوه الوتکه کې په تقريباً ۸۰ کوچنيو بکسونو کې تهران ته انتقال شي. په ټولیزه توگه  ۱۶۲۰ کيلو وزن لرونکي دا بستې په سياسي لحاظه او تر هغې هاخوا يو ډير دروند بار دی.

دا پيسې د اروپايي ـ ایراني تجارتي دولتي بانک پيسې دي چې د آلمان په فدرالي بانک کې پرتې دي او ايران غواړي چې تهران ته یې انتقال کړي.

ځکه ايران  د امريکا متحدو ايالاتو له خوا د نويو بندیزونو تر اعلان او  له اتومي تړونه تر وتلو وروسته، چې و به نه شي کولای په خارج کې خپلو پيسو ته لاس رسۍ ولري.

امريکا هغو بانکونو ته هم د بندیزونو گواښ کړی چې په مستقيم او يا غير مستقيم ډول له ایران سره د پيسو د راکړې ورکړې ملاتړ کوي.

د آلمان حکومت ايران ته د پيسو د ليږد پلان تائيد کړی دی. د ماليې وزارت وياندې وويل چې په هلکه یې ارزونې پيل کړي دي.

امريکا په غوسه ده

امريکا متحد ایالات له دې کاره «ډير خوښ» نه دي. په آلمان کې د امريکا سفير ريچارد گرينل، د دې پيسو د انتقال د مخنيوي غوښتنه وکړه. نوموړي د «بلد» ورځپاڼې ته ويلي: «موږ د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په لوړه کچه مداخله وکړي او د دې کار مخه ونيسي.» ده زياته کړه: «موږ د هغه رپوټونو په اړه ډير انديښمن يوو چې د ایران حکومت هڅه کوي د آلمان د يوه بانک څخه په سونه ميليونه يورو ايران ته وليږدوي.»

اروپايي ـ ایراني تجارتي بانک چې مقر یې په هامبورگ ښار کې دی، په ۱۸۷۱م کال کې تاسيس شو. د دې بانک په انترنت پاڼه کې ليکل شوي: «د امريکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا له ايران سره د اتومي تړون د لغوه کولو يو اړخیزي پريکړې ته په کتو سره موږ غواړو تاسې خبر کړو چې د اروپايي بانکونو د سوداگريزي پاليسۍ پريکړې کيدای شي د پيسو ورکړه په لنډ مهاله يا منځ مهاله توگه له محدوديتونو سره مخامخ کړي.»

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر ايران نوي بندیزونه لگولي، ځکه دی او د اسرائيلو حکومت په دې آند دي چې ایران د اتوم بم جوړولو چارې په پټه روانې کړي دي. آلمان او نور اروپايي هيوادونه بيا برعکس له ایران سره د اتومي تړون د لغوه کولو مخالف دي.

Iran Urananreicherungsanlage Isfahan
امريکا او اسرائيل پر ايران تور لگوي چې په پټه یې د اتوم بم د جوړولو چارو ته دوام ورکړیانځور: Imago

آلمان له ستونزو سره مخامخ دی

د مالیې وزارت وياندې په دې اړه معلومات ور نه کړل چې د پيسو د انتقال په اړه دا ارزونې به څومره وخت ونيسي. خو هغې وويل چې هغو هيوادونو ته چې په اړه یې د پيسو د سپينولو او ترهگرۍ څخه ملاتړ په تړاو خطرونه او انديښنې موجودې وي، د پيسو د انتقال په اړه آلمان واضح مقررات او اصول لري.»

د آلمان د حکومتي کړيو له خوا ويل شوي چې په دې هلکه د امريکا او اسرائيلو له حکومتونو سره هم تماس نيول شوی دی. زياته شوې چې د پيسو د انتقال د مخنيوي په له پاره قوي شواهدو ته اړتيا ده چې دغه پيسې د غير قانوني فعاليتونو له پاره استعماليږي. دا په سياسي توگه يوه حساسه موضوع ده. ايران د اتومي تړون په ترڅ کې دې ته چمتووالی ښوولی چې کنترول ته به اجازه ورکوي او د دې په بدل کې به ورسره د اقتصادي آسانتياو او د بهرنيو پانگونو ژمنه شوې وه. ايران تر اوسه د اتومي انرژۍ د نړيوال سازمان په حواله د توافق پر دې ټکو عمل کړی دی.

که چيري د آلمان حکومت د دې پيسو د انتقال مخه نيسي نو دا د اتومي تړون راتلونکې له خطر سره مخامخولای شي، ځکه په دې توگه ايران په اقتصادي او مالي توگه زيان کوي او ښايي دوی هم دا تړون لغوه کړي.

خو بل پلوه بيا د امريکا متحدو ايالاتو او ايران سره د سخت خفگان او ترنگلتياو خطر متوجې دی، ځکه هغوی پر ايران په منځني او نزدې ختيځ کې د ترهگرۍ د تمويل تور لگوي، لکه په سوريه او يمن کې. د آلمان په حکومتي کړيو کې داسې اټکلونو هم کيږي چې د دې ۳۰۰ ميليونه يورو د انتقال د پلان ډاگيزول او مشهورول ښايي سياسي موخې ولري.

Dpa (B.S/N.Z)