1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستانه د آلماني ځواکونو د ژر وتلو احتمال نشته»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۸, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزارت وايي په حاضر وخت کې داسې امکانات نه ويني چې آلماني ځواکونه دې په نژدې راتلونکې کې له افغانستانه ووځي. په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريت ۱۷ کاله مخکې د ناټو په چوکاټ پیل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3HZZC
Bundeswehr Afghanistan ISAF
انځور: AP

په پارلماني چارو کې د آلمان د دفاع وزير مرستيال توماس زيلرهورن د «آوګسبورګر الګيماينه» ورځپاڼې ته د شنبې په ورځ ويلي دي چې په افغانستان کې سولې ته د رسيدلو له پاره ډيرو ګامونو او اوږده زغم ته اړتيا ده.

زيلبر هورن په دې اړه چې آلماني ځواکونو به نور څومره وخت په افغانستان کې پاتې وي، څه ونه ويل، خو دا يې وويل: «د سوريې او عراق بيلګې ښيي چې کله د ثبات رامنځ ته کول د اوږ دمهال له پاره تعقيب نه شي، وضعيت پر له پسې د خرابيدو پر لور ځي.»

زيلبر هورن زياته کړه: «کله چې يو څوک يو کار پيلوي، بايد هغه پای ته هم ورسوي.» د امريکا متحده ايالتونو د يوه رپوټ پر اساس، په وروستيو کې په افغانستان کې د طالب جنګياليو نفوذ او د کنترول ساحه پراخه شوې ده.

طالبانو له ۱۹۹۶م کال څخه نيولې تر ۲۰۰۱م کال پورې د افغانستان پر ډیرو او مهمو برخو حاکميت درلود چې د امريکا متحده ايالتونو او د هغوی د متحدانو د پوځي حملې په نتيجه وپرځيد. وروسته له هغې چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي عمليات پیل کړل، آلمان هم خپل پوځيان د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته واستول.

د آلمان د دفاع وزارت کولای شي په افغانستان کې د آلمان د موجوده قوانينو او د پارلمان د تصويب پر اساس د ناټو په ماموريت کې تر ۱۳۰۰ پورې سرتيري ولري، چې دغه سهم په حاضر وخت کې ۱۲۰۰ دی.

Afghanistan Ausbildung für Polizeikräfte in Kunduz
يو آلمانی روزونکی افغان پوليسو ته د روزنې پر مهالانځور: picture-alliance/imageBROKER/B. Kietzmann

ناټو په افغانستان کې خپل دغه ماموريت د امريکا متحده ايالتونو په مشرۍ، افغان امنيتي ځواکونو ته د روزنې او د ملاتړ په مقصد مخ ته وړي. له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه د دغه هيواد اعلان، د متحده ايالتونو متحدان انديښمن کړي دي.

وروسته له هغې چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د يوې برخې د وتلو تصميم ونيو، له افغانستانه هم د روان کال تر اوړي پورې د ۱۴ زره امريکايي ځواکونو د نيمايي برخې د وتلو رپوټونه خپاره شول.

په آلمان کې هم په سياسي ناستو او حتی د دغه هيواد په پارلمان کې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د راتلونکې په اړه بحثونه راپورته شول. آلماني چارواکو د مخه ويلي، که چيرته امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي، په هغه صورت کې به آلماني ځواکونه هم دغه هيواد پريږدي.

په پارلماني چارو کې د آلمان د دفاع وزير مرستيال توماس زيلبرهورن هيله څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه موجوده پوځي «بن بست»، د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو له پاره د تمايل د زياتيدو سبب واقع شي.

Rsh/Si (dpa)/م ک ص / ن ص